د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

د پاکستان ستره محکمه: د اسیه بي بي په اړه زموږ پخوانۍ پریکړه سمه ده


اسیه بي بي
اسیه بي بي

د پاکستان ستره محکمه د اسیه بي بي په نوم د مسیحۍ مېرمنې په برخه کې پر خپله ودرېده.

له سترې محکمې غوښتنه شوې وه چې دې پرېکړه ته بیا کتنه وشي .

محکمې دا بیا کتنه بشپړه کړه او خپله مخکنۍ پرېکړه یې سمه وبلله.

اسیه بي بي د پینځو ماشومانو مور ده.

هغه په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له یوې مسلمانې ښځې سره د لفظي شخړې پر مهال ، د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورنه شوه.

د لاهور یوې محکمې هغه اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي مجرمه وپېژندله او په پاکستان کې د قانون له مخې، د اعدام حکم ورباندې وشو.

هغې تقریباً نهه کاله په زندان کې تېر کړل.

خو د پاکستان سترې محکمې تېرکال د اکټوبر په ۳۱مه، پر اسیه بي بي لګېدلی تور بې ځایه وباله او د هغې د هغې د ازادۍ حکم یې وکړ.

د سترې محکمې د دې پرېکړې پر ضد په پاکستان کې یو شمېر سخت دریځو اسلامپالو ډلو لکه تحریک لبیک پاکستان له تشدده ډکې مظاهرې وکړې.

پاکستان کې د اسیه بي بي پر ضد مظاهرې
پاکستان کې د اسیه بي بي پر ضد مظاهرې

د پاکستان د سترې محکمې مشر د جنورۍ په ۲۹مه وویل چې د اسیه بي بي په برخه کې شوې پرېکړه سمه وه.

اسیه بي بي په پاکستان کې ده خو د امنیتي ګواښ په خاطر په پټ ځای کې ساتل کېږي.

دا چې سترې محکمې د هغې د ازادۍ په اړه خپله پرېکړه پر ځاي وبلله، د اسیه بي بي او د هغې د کورنۍ د حقیقي ازادۍ لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

اسیې بي بي تل پر خپله بې ګناهۍ ټينګار کړی دی.

د پاکستان حکومت په هغه هېواد د سخت دریځو ډلو لکه تحریک لبیک پاکستان چې د بي بي له ازادۍ سره یې مخالفت کاوه، فعالیت محدود کړی دی.

خو چارواکو پردې موافقه کړې وه چې ستره محکمه د اسیې بي بي د ازادۍ پرېکړې ته بیا کتنه وکړي.

تحریک لبیک پاکستان ډلې د دوشنبې په ورځ ویلي و چې د اسیې بي بي د ازادۍ په پلوي هېڅ پرېکړه به ونه منل شي.

تحریک لبیک بیا پر خپلو پلویانو غږ کړی چې نورې مظاهرې تنظیم کړي.

په اسلام اباد کې د سې شنبې په ورځ د سترې محکمې شاوخوا ته زیات پولیس ځای پرځای شوی وو، څو د هغو قاضیانو امنیت ټینګ کړي چې د اسیې بي بي د ازادۍ پرېکړه یې وکړه.

اسیه بي بي ویلي چې د قانوني ستونزو تر حل وروسته غواړي چې له پاکستانه ووزي.

داسې ویل کېږي چې د هغې لوړنو په کاناډا کې پناه اخیستې ده.

د هغې وکیل چې په پاکستان کې د مرګ ګواښ ورته شوی و، اتریش ته تښتېدلی دی.

هغه ویلي چې د سترې محکمې وروستۍ پرېکړه د پاکستان د اساسي قانون او د قانون د حاکمیت ټینګولو لپاره د ځانګړو ادارو بری دی.

د عفوې نړیوال سازمان ویلي، تر نهو کلونو وروسته چې اسیې بي بي د داسې جرم لپاره چې دې نه وکړی، په زندان کې تېر کړل، د عدالت په تأمین کې ځنډ د منلو نه دی.

دې سازمان ویلي چې اسیه بي بي باید بلاخره ازاده شي او له خپلې کورنۍ سره یوځاي شي.

د امریکا د حکومت ځانګړی کمېسیون چې په نړۍ کې پر مذهبي ازادیو څارنه کوي ، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په رپوټ کې وویل چې په پاکستان کې د اسلامي مقدساتود خوندیتوب د ځانګړي قانون پر اساس لږ تر لږه ۴۰ تنه په اعدام محکوم شوي دي.

XS
SM
MD
LG