د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

ولسمشر غني: کډوال که څه هم له ستونزو سره مخ دي، خو بیا هم د افغانستان پانګه ده


آرشیف/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني
آرشیف/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د سوکالۍ کونجي بهرنیان نه، بلکې د افغانانو له فزیکي او بشري پانګې ګټه اخیستل دي.

محمد اشرف غني چې د مهاجرت د مدیریت د تخصصي سمپوزیم په وروستۍ ورځ یې په کابل کې خبرې کولې، ویې ویل چې خلک باید کډوالۍ ته په سپک نظر ونه ګوري.

د ده په خبره، کډوال که څه هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو بیاهم د افغانستان پانګه ده.

ښاغلی غني وايي، له کډوالو باید د ملي پانګې په توګه ګټه واخیستل شي.

ده په ګاونډیو هېوادونو، اروپا، امریکا او خلیج کې د کډوالو توانايۍ ته اشاره وکړه او وېې ویل چې افغان کډوال هر کال سلګونه میلیونه ډالر هېواد ته را لېږدوي.

ده زیاته کړه:

"موږ د افغانستان د سوکالۍ کونجي د بهرنیانو په مرسته کې نه وینو، موږ یې د افغانانو له فزیکي او بشري پانګې په لوېې استفادې کې ګڼو، د افغانستان اوبو خاوند نه درلود، دومره وایم چې زموږ اوبه زموږ پت دی، څه سپکاوی مو له سیمې هم ولید، خو بیا هم ویاړم."

د مهاجرت د مدیریت تخصصي سمپوزیم تېره ورځ په کابل کې پیل او د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېد.

په دغه سپموزیم کې د سیمې او نړۍ یو شمېر استازو ګډون کړی و چې د کډوالۍ د بحران د مخنیوي په هدف یې مقالې ولوستې.

دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ میلیونونه افغانان له هېواده بهر کډوال شوي چې ډېری یې په پاکستان، ایران، ترکیې او اروپا کې ژوند کوي.

د افغانستان ولسمشر وايي، په تېرو ۴۰ کلونو کې ډېری افغانان د خپلو کورنیو له غړو او یا له خپلو خپلوانو سره بهر ته کډوال شوي دي.

ده د کډوالۍ لامل د امنیت، هستوګنځي او د کار نشتوالی په ګوته کړ.

د ښاغلي غني په خبره، سربېره پر دې چې ګڼ افغانان بهر ته کډوال شوي، د روانو ستونزو له امله ډېری یې په هېواد کې دننه هم له یوې سیمې بلې ته بېځایه شوي دي.

آرشیف/ یو تن افغان کډوال
آرشیف/ یو تن افغان کډوال

​د افغانستان ولسمشر د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د کډوالو او د بهرنیو چارو په وزارتونو کې پر بنسټیزو بدلونو ټینګار وکړ.

ښاغلی غني وايي، افغانستان په دې برخه کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

ده زیاته کړه، د کډوالو د تدریجي او داوطلبانه راستنېدو لپاره هستوګنځیو او کارموندنې ته اړتیا لیدل کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG