د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د لوګر د ازرې اوسېدونکي: که رأيې مو باطلې شي، حکومت سره به پرېکون وکړو


د لوګر د ازرې اوسیدونکي
د لوګر د ازرې اوسیدونکي

د لوګر ولایت د ازرې اوسېدونکو په یوې اعتراضیه غونډه کې د ټاکنو په ولایتي دفتر تور پورې کړ چې په یاده ولسوالۍ کې يې د ناامنیو په پلمه د دوی بایو متریک شوې رأیې باطلې اعلان کړې دي.

یاد کسان چې نن د دوشنبې په ورځ د ازرې ولسوالۍ په مرکزي سیمه اکبرخېلو کې راټول شوي وو، له اړوند مسؤلینو وغوښتل چې د دوی قربانیو ته درناوی وکړي او د رأیو د باطلولو پرېکړه دې بېرته واخلي.

د ازرې د اکبرخېلو د سیمې مشران، ځوانان او د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو نوماندان زیاتوي، اکبرخېل د یادې ولسوالۍ تر ټولو امن لرونکې سیمه ده چې په هغه ځای کې د ولسوالۍ اداري او امنیتي ادارې موجودې دي او کله چې د حکومت چارواکي په الوتکو کې ورځي، په همدې سیمه کې ښکته کېږي.

د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل
د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل

د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل چې د ازرې اوسېدونکی دی، ازادي راډیو ته وویل، که ټاکنو کمېسیون د دوی په رأیو کې د تخنیکي ستونزو څه پلمه کړې وی، نو فکر به مو پرې کړی وی، خو که امنیتي ستونزې پلمه کوي، دا بیا د هغو لسګونه ځوانانو د قربانیو سپکاوی دی چې د امنیت د ټینګېدو په خاطر يې سرونه ورکړي دي.

ده په خپلو خبرو کې ګواښ وکړ، که د دوی رأيې د سیاسي معاملو قرباني شي او قصداً باطلې شي، نو د ازرې اوسېدونکي به حکومت سره پرېکون وکړي.

په لوګر کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وروسته له هغه د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو سیمې رأیې باطلې اعلان کړې چې د لوګر ولایت یو شمېر نوماندانو ازره ناامنه سیمه بللې وه او ويلې يې وو چې هلته ټاکنې نه‌دي شوي.

د یادې سیمې یو تن نوماند شهزاده توحیدمل وايي چې ازره نه‌یوازې امن ده، بلکې د هغې سیمې ټول خلک په یو غږ د نظام ملاتړي او همکاره دي.

استول شوي اسناد
استول شوي اسناد

نوموړی زیاتوي، د لوګر امنیه قوماندانۍ، ولایت مقام، ملي امنیت ریاست او د سیمه‌ییزو ارګانونو ملي ادارې په یاده سیمه کې د خلکو همکاري او ډاډمن امنیت تأیید کړی دی.

د ازرې ولسوالۍ امنیه قوماندان زېړګل وايي چې د ټاکنو په ورځ له شته ګواښونو سره سره خلک راووتل او خپلې رأيې يې استعمال کړې.

ده وویل، هغه څوک چې د ازرې اکبرخېلو سیمه نا امنه بولي، اصلاً د یادې سیمې په اړه هېڅ مالومات نه‌لري.

بل لوري ته لوګر کې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون د دغه ولایت د اوسېدونکو د مخکېنیو اعتراضونو پر مهال ویلي و چې د ټاکنو کمېسیون پرېکړې ورته د منلو نه‌دي او د دوی له‌خوا شوې پرېکړې هم نه‌دي عملي شوي.

د یاد کمېسیون مشر رحمت‌الله حقمل ویلي، که د بریالیو نوماندانو په نهايي لېست کې د دوی غوښتنې په پام کې ونیول شي، نو په بریالیو نوماندانو کې به بدلون راشي.

ده ډاډ ورکړی چې په خپل ټول توان به شفافیت تأمین کړي.

یاده دې وي، د لوګر د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د دغه ولایت د اوسېدونکو له‌خوا د ټاکنو پر کمېسیون د خلکو پرله‌پسې نیوکې دوام لري او څو ځلې يې یاد کمېسیون په درغلیو تورن کړی، خو د لوګر د ټاکنو کمیسیون دا ډول نیوکې بې‌ځایه بللې دي.

د لوګر ولایت مقام هم د ټاکنو دواړو کمېسیونونو، سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او نورو مسؤلو مراجعو ته په مکتوبي بڼه د ازرې د لیرې پرتې ولسوالۍ د اکبرخېلو د سیمې د امنیت او هلته د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو ډاډ ورکړی، خو مالومه شي چې د خلکو غوښتنو ته په کتو د ټاکنو د کمېسیونونو په پرېکړو کې بدلون راځي او که د یادو رأیو د باطلېدو په پرېکړه ودرېږي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG