د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۲

دنیا: په داسې ستونزمن حالت کې راتلونکې ټاکنې لا پسې ستونزې زیاتوي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو د نوم لیکنې په اړه لیکلي دي.

ویسا لیکي، محمد حنیف اتمر پرون د ولسمشرۍ لپاره نوم لیکنه وکړه، ولسمشر غني چې د لومړي مرستیال د موندلو له ستونزې سره مخ و، ویل کېږي چې له امرالله صالح سره یې جوړ جاړی راغلی او نور نوماندان هم یو پر بل پسې ډګر ته راوځي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په عام ډول له دوو اسنثناوو پرته نور وضعه د تېرو کلونو په شان ښکاري.
ورځپاڼه لیکي، هغه دوه ټکي چې له پخوا څخه په کې توپیر ښکاري، یو د اساسي قانون پر خلاف د انتخاباتي ټکټونو ترکیب دی او دوهم د قوم پر بنسټ د رأیو بانکونه د پخوا په پرتله نه دي پاتې شوي.

په سرمقاله کې راغلي، لومړی یې هېواد ته ښه زېری نه دی، خو دوهم یې د خیر خبره ده.

سرمقاله لیکونکي دغه شان یوه درېیم ضمني ټکي ته هم اشاره کړې او لیکلي، فکري او ګوندي ارمانونو په انتخاباتي ټکټونو کې خپل سر خوړلی دی.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي، سیاسي جریانونه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته تابیا نیسي.

په سر مقاله کې راغلي، دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره هېڅ شرایط نه دي برابر او هېواد په هره برخه کې په بحران کې ډوب دی.

ورځپاڼه لیکي، نه امنیت شته، نه د سولې خبرو لار پیدا کړې، نه سیاسي اجماع برابره ده او نه هم د ټاکنو په کمېسیونونو او قوانینو کې د ملت په خوښه روغوونکي اصلاحات راغلي دي.

نو د سرمقاله لیکونکي په باور، په داشان یو حالت کې چې هر څه تر ستوني په توپان کې ډوب دي، د جمهوري ریاست ټاکنې کوم درد نه شي دوا کولای، بلکې ستونزې لا پسې زیاتوي.

په سرمقاله کې له ټولو سیاسي جریانونو غوښتل شوي چې تر ټاکنو مخکې د ټاکنیز نظام پر اصلاح فشاري وکړي.

انیس:

انییس دولتي ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د کابل د ولسي جرګې رأیې به باطلې اعلان کړي.

په مطلب کې د نوموړي کمېسیون د چارواکو په حواله راغلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او دوی ته یې لازم اطلاعات په واک کې نه دي ورکړي.

ورځپاڼې د نوموړي کمېسیون د مرستیالې حمیرا حقمل په حواله لیکلي چې اوس د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د دغو اطلاعاتو د سپارلو په هدف ۷۲ ساعته وخت ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG