د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

پاکستان کې ګڼ افغانان د عمران خان د ژمنې عملي کېدو ته شېبې شماري


ارشیف، افغان کډوال
ارشیف، افغان کډوال

له ګڼې ګوڼې ډک پېښور چې د پاکستان د اکثرو لویو سیمو په څېر په‌کې لسګونه زره افغانان اوسېږي.

دوی هر یو دلته کاروبار لري او د افغان سپین‌ږیري کډوال عظیم خان په څېر ګڼ یې له عمران خان غواړي چې په خپلې ژمنې وفا وکړي.

نوموړي وویل:

"روغه خبره یې کړې ده. ولې چې د چا پنځوس کاله شپیېه کاله وشي، نو هغه خو اوس بوډاګان دي. د هغوی بچي هم چې وګورئ هغه هم بوډاګان دي. نو حق دا دی چې دلته ورته ځای ورکړي او تابعیت ورکړي."

اکثر افغانان دلته له څو لسیزو راهیسې اوسېږي او ځینو یې خپل وطن لیدلی هم نه دی.

پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

عاشق الله جان چې د اووه بچیانو پلار دی وايي چې هر څه یې دلته اباد دي:

"زما درې چنده عمر دلته تېر شوی دی. د ژوند هره تقاضا مې چې غواړم یې دلته شته. نو زه دلته خوشاله یم چې و اوسېږم پاکستان کې."

هغه افغانان چې همدلته را لوی شوي څوک ودونه هم نه ورسره کوي د دې لپاره چې دوی کډوال دي.

شهزاد علم په پېښور کې د څپلیو او بوټانو دوکان لري:

"موږ که له یوې نجلۍ سره تعلق جوړ کړو، نو هغه وايي ته رشته راولېږه چې زما پلار ما تا ته درکړي. ټولو نه مخکې خبره موږ دا ورته کوو چې موږ مهاجر یو. نو هغه رشته همالته ختمه شي. دومره ستونزې او اندېښنې لرو یقین وکړئ."

د پاکستان صدراعظم عمران خان د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په سېپټمبر کې کراچۍ ته تللی و او هلته یې اعلان وکړ چې له لسیزو راهیسې مېشت افغانان او بنګالیان حق لري چې د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

هغه وروسته د پاکستان په پارلمان کې له خپلې خبرې دفاع وکړه او ویې ویل چې کډوال د ژوند سختۍ تېروي او په کار ده چې بشریت ته د درناوي لپاره هغوی ته تابعیت ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پروګرام مخته وړي خو د پاکستان د صدراعظم تصمیم پر ځای بولي.

یو نیم میلیون ثبت شوي افغان کډوال په پاکستان کې اوسي چې تر اوسه یې یوه ته هم تابعیت نه‌دی ورکړل شوی.

د پاکستان ځیني سیاستوال او عام خلک بیا له دې چې په خبره یې په خپله په ګڼو ستونزو کې ډوب دي، د عمران خان دا پرېکړه ننګوي هم او وايي چې اول باید د خپل هېواد غمه وخوري.

صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG