ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون اعلان وکړ چې متحد ایالات به د بې رقیبه وړتیاوو د ترلاسه کولو په مقصد د فضا په ګډون خپل د هوايي مدافعې سیسټم په نوې ټکنالوژي سمبال کړي او پر خپلو سیالانو- روسیې، چین، ایران او شمالي کوریا د برلاسه کېدو کار ته به دوام ورکړي.
د ټرمپ څرګندونې د امریکا د هوايي مدافعې د سیسټم د څېړنې د نتایجو یوه برخه وه چې له ۲۰۱۰ میلادي کال په را وروسته موده کې د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي.
ټرمپ د دې څېړنې نتایج پرون په پنټاګون کې په یوه غونډه کې اعلان کړل.
ټرمپ وویل، د امریکا یو ساده هدف دا دی چې باید د خپل قلمرو پر لور، له هرځایه، هره شېبه او هرځای کې د هر ویشتل شوي توغندي د کشف او له منځه وړلو وړتیا ولري:
"موږ ژمن یو چې د هوايي مدافعې داسې پروګرام به جوړوو چې د متحدایالاتو د هر ښار ساتنه وکړای شي. او موږ به هېڅکله د دې کار د ترسره کولو لپاره پر خپل حق معامله ونه کړو."
ټرمپ د غږ تر سرعت د اوچتو یا هایپر سونیک «Hypersonic» او همدا راز د کروز توغندیو له پلوه د زیاتیدونکو ګواښونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د هوايي مدافعې د سیسټم پراخېدل به د امریکا له خوندیتوب سره مرسته وکړي.
د امریکا ولسمشر وویل، په نوې ستراتیژۍ کې، په فضا کې ځای پرځای شوی په نوې ټکنالوژۍ سمبال هغه دفاعي سیسټم هم شامل دی چې د سینسرونو په شان وسایل لري او کولای شي د دښمن له خوا د توغول شويو توغنديو درک ولګوي، کشف یې کړي او بیا یې له منځه یوسي.
د هوايي مدافعې دا سیسټم د ستورو د جګړې په نوم هغې طرحې ته ورته دی چې د امریکا پخواني ولسمشر رونالډ ریګن په نولس سوه اتیایمو کلونو کې وړاندې کړې وه.
ټرمپ د دفاع له سرپرست وزیر پاتریک شناهان او مرستیال ولسمشر مایک پنس وروسته وینا وکړه.
له ده مخکې ښاغلي شناهان وویل، د روسیې او چین په څېر د امریکا سیالان داسې نوي توغندي جوړوي چې لیدل، کشف او له منځه وړل یې ډېر ګران کار دی.