نړۍ
ټرمپ: خپل د هوايي مدافعې سیسټم به په نوې ټکنالوژي سمبال کړو
ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون اعلان وکړ چې امریکا به د فضا په ګډون خپل د هوايي مدافعې سیسټم په نوې ټکنالوژي سمبال کړي او پر خپلو سیالانو- روسیې، چین، ایران او شمالي کوریا د برلاسه کېدو کار ته به دوام ورکړي.
د ټرمپ څرګندونې د امریکا د هوايي مدافعې د سیسټم د څېړنې د نتایجو یوه برخه وه چې له ۲۰۱۰ میلادي کال په را وروسته موده کې د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي.
هغه د دې څېړنې نتایج پرون په پنټاګون کې په یوه غونډه کې اعلان کړل.
ټرمپ وویل، د امریکا یو ساده هدف دا دی چې باید د خپل قلمرو پر لور د هر ویشتل شوي توغندي د کشف او له منځه وړلو وړتیا ولري.
هغه زیاته کړه چې د توغندیو ضد دفاعي سیسټم پراخېدل به د متحدایالاتو له خوندیتوب سره مرسته وکړي.
د هوايي مدافعې دا سیسټم د ستورو د جګړې په نوم هغې طرحې ته ورته دی چې د امریکا پخواني ولسمشر رونالډ ریګن په نولس سوه اتیایمو کلونو کې وړاندې کړې وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سټفین میلر د سپینې ماڼې د ویاند په توګه مقرر شو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سټفین میلر د سپینې ماڼې د ویاند په توګه دنده وګوماره.
تمه ده ۴۱کلن میلر د سوزي وایلز په ځای د دوشنبې په ورځ خپل کار پیل کړي.
ټرمپ پر خپلې ټروټ سوشل پاڼه میلر یو وفادار کس یاد کړی دی.
امریکا د ایران د اټومي پروګرام د معلوماتو پر سر ۲۰میلیونه ډالره جایزه اعلان کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره د جایزې" پروګرام د ایران د اټومي وسلو په اړه د معلوماتو په بدل کې تر۲۰میلیونو ډالرو جایزه اعلان کړې ده.
دې پروګرام پر خپلې ایکس شبکې او ویب پاڼې پرون جمعه په فارسي او انګلیسي ژبو د ایران د اټومي پروګرام، د ځای، کارکوونکو، ساینس پوهانونو، تخصصي او تخنیکي برخو او د دغه پروګرام اړونده د نورو جزییاتو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپلې ټروټ سوشل پاڼې لیکلي چې که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړی وای، اوس به نه اسراییل و او نه به منځنۍ ختیځ.
دا ایران د اټومي پروګرام پر سر د جایزې اعلان وروسته له هغه دی چې د راپورونو له مخې ایران هوکړه چې د قطر په منځګړیتوب له امریکا سره د سولې مذاکرات مخته یوسي.
د سیمهییز کړکېچ د پای ته رسولو په اړه د قطر د امیر او ډونالد ټرمپ خبرې
قطر وايي، د دغه هېواد امیر، شیخ تمیم بن حمد ال ثاني، د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د قطر د منځګړیتوب پر هڅو خبرې کړې دي چې موخهیې د سیمې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یوې «هر اړخیزې هوکړې» ته رسېدل دي.
د قطر د امیر دیوان په هغه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ «د لړم/ عقرب په ۱۵مه» خپره شوې، ویل شوي چې شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په دې خبرو کې «د مذاکراتو پر دوام، د اختلافاتو په حل او د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماتیکو لارو چارو پر کارولو» ټینګار کړی دی.
دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې شوې دي چې قطر د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکوي، څو د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته لاره هواره شي.
یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د پنجشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي، ایران د قطر له لارې واشنګټن ته د خپل اټمي پروګرام په اړه یو وړاندیز سپارلی دی.
د دغه چارواکي په وینا، امریکا دا وړاندیز ارزوي، خو د خبرو اترو پیل په دې پورې تړلی چې واشنګټن لومړی د تهران اووه غوښتنې ومني.
په دغو غوښتنو کې د بندیزونو لغوه کول، کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی، په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول او د جګړې د زیانونو جبران شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن ټینګار کوي چې د اټمي پروګرام موضوع باید په لومړنیو مذاکراتو کې شامله وي.
سپینې ماڼۍ د اوکراین د سولې له خبرو مخکې د اروپا لپاره د پراخ امنیتي پلان وړاندیزکړی
سپینې ماڼۍ د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو ترڅنګ د اروپا د امنیت او ثبات لپاره د یوه پراخ پلان وړاندیز کړی دی. دا وړاندیز په داسې حال کې شوی چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې درې اړخیزې خبرې وشي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي جېرډ کوشنر د لړم په ۱۴ وویل چې په دغه پلان کې د امنیتي مشورو دوام، د کړکېچ پر مهال مستقیمې اړیکې، د پوځي فعالیتونو روڼتیا او د تاوتریخوالي د خطرونو کمول شامل دي.
د ازادې اروپاـ ازادی راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې کوشنر ټینګار کړی چې دغه چوکاټ به د ټولو هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي او ناټو به د اروپا په ګډه دفاع کې خپل مرکزي رول وساتي.
ولسمشر ټرمپ هم له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین د ځانګړي استازي سره تر کتنې وروسته ویلي چې یوه لوی تړون ته رسېدل نږدې ښکاري، چې نه یوازې اوکراین، بلکې ټوله اروپا به پکې شامله وي.
خو ځینو کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړې چې د اروپا د امنیت په اړه پراخې خبرې ښايي روسیې ته د ناټو پر راتلونکي جوړښت د اغېز لرلو زمینه برابره کړي.
د ترکیې پارلمان له سعودي عربستان او پاکستان سره ګډ دفاعي تړون تصویب کړ
د ترکیې پارلمان د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ له سعودي عربستان او پاکستان سره ګډ دفاعي تړون تصویب کړ چې له مخې یې انقرې ته لاره هوارېږي څو د اړتیا په صورت کې د سعودي عربستان پوځي ملاتړ وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه تړون چې د مکې د ګډ دفاعي تړون په نوم یادېږي، د روان کال په اګست میاشت کې د درېیو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی و.
د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد برید پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې سعودي عربستان د یمن د ایران پلوه حوثي وسله والو له بریدونو سره مخ دی.
د ترکیې د واکمن ګوند یوه استازي تېره میاشت رویټرز ته ویلي وو چې سعودي عربستان ته د ترکي پوځیانو د استولو لپاره به حکومت د پارلمان اجازې ته اړتیا ولري.
د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې، دغه لس کلن تړون چې په ۲۷۹ موافقو او ۱۱۹ مخالفو رایو سره تصویب شوی، د استخباراتي معلوماتو شریکول، ګډ پوځي تمرینونه او دفاعي همکاري هم پکې شامل دي. خو سعودي عربستان ته د ترکي پوځیانو استول د پارلمان جلا اجازې ته اړتیا لري.
سعودي عربستان د ینبع بندري ښار ته د احتمالي ګواښ په اړه امنیتي خبرداری ورکړی
د یمن د حوثیانو د پرلهپسې بریدونو په ترڅ کې سعودي عربستان د دغه هېواد په بندري ښار ینبع کې د احتمالي ګواښ په اړه امنیتي خبرداری ورکړی دی.
ینبع د سره سمندرګي پر غاړه د سعودي عربستان د تېلو د صادراتو له مهمو مرکزونو څخه دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د پنجشنبې په ورځ (د لړم/ عقرب ۱۴مه) اعلان وکړ چې د حوثیانو لهخوا د مدینې منورې ښار پر لور توغول شوی یو توغندی یې شنډ او لهمنځه وړی دی.
خو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ایران څانګې، رادیو فردا، د راپور له مخې، د ایران له ملاتړه برخهمنو حوثیانو تر اوسه د پنجشنبې ورځې د بریدونو مسؤلیت نهدی منلی.
خو حوثیانو د چهارشنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د ریاض نړیوال هوايي ډګر یې په نښه کړی دی، هغه ادعا چې سعودي چارواکو نهده تأیید کړې.
د ریاض پر هوايي ډګر د برید ادعا سعودي عربستان ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر په مهال شوې.
د حوثیانو لهخوا د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو او زېربناوو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، ریاض هلې ځلې کوي څو د سیمې د متحدانو او لوېدیځو هېوادونو پوځي ملاتړ ترلاسه کړي.
حوثیانو له سعودي سره د سولې د هوکړې په بدل کې د ۵۱ میلیارده ډالرو تاوان او د رسمیت پيژندنې غوښتنه کړې
د یمن حوثي یاغیانو له سعودي عربستان سره د سولې د هوکړې په بدل کې د ۵۱ میلیارده ډالرو تاوان او د رسمیت پیژندنې غوښتنه کړې ده.
وال سټریټ ژورنال د سرچېنو په حواله لیکلي چې حوثیانو دا تاوان د سعودي د بمباریو او د یمن د ځینو سیمو د محاصرې د جبران لپاره غوښتی دی.
سعودي عربستان په دې وروستیو کې هڅه کوله چې له حوثیانو سره د مذاکراتو له لارې د سولې یوې هوکړې ته ورسیږي.
وال سټریټ ژورنال لیکلي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ښايي د حوثیانو دا وړاندیزونه ونه مني.
حوثیانو په وروستیو میاشتو کې د سعودي پر نړیوالو هوايي ډګرونو او د تیلو پر تاسیساتو بریدونو ته زور ورکړی دی.
شمالي کوریا د جنوبي کوریا پر لور څو توغندي توغولي
د جنوبي کوریا د دفاع وزارت اعلان کړی چې شمالي کوریا د دغه هېواد ختیځو اوبو ته څو توغندي توغولي دي.
دا اقدام په داسې حال کې شوی چې شمالي کوریا امریکا سره د خبرو اترو له بیا پیل سره مخالفت کړی او خپل توغندیز فعالیتونهیې زیات کړي دي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جنوبي کوریا دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۳مه» اعلان وکړ چې پوځیې څو توغندي کشف کړي چې د شمالي کوریا د ختیځ ساحل سوندوک سیمې څخه توغول شوي دي.
دا په تېره یوه میاشت کې د شمالي کوریا دا ډول څلورم پوځي تطبیقات ګڼل کېږي.
د جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې د دغه هېواد او امریکا ځواکونه د دغو توغندیو د توغولو جزئیات ارزوي او د پیونګیانګ د احتمالي اقداماتو پر وړاندې د غبرګون لپاره چمتووالی لري.
شمالي کوریا د روان میلادي کال په اوږدو کې هم د توغندیو څو ازموینې ترسره کړې دي.
د نویو توغندیو توغول د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د خور کېم یو جونګ له څرګندونو څو ساعته وروسته ترسره شوي دي.
هغې ویلي چې تر هغه وخته به پیونګیانګ له واشنګټن سره خبرې ونهکړي، څو چې امریکا د هغې په وینا خپله دښمنانه پالېسي بدله نهکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تر دې وړاندې د روان کال تر پایه د شمالي کوریا له مشر سره بیا لیدنې ته لېوالتیا ښودلې.
قطر د ۲۰۲۷ کال د بسکټبال نړیوال جام کوربهتوب کوي
ټاکل شوې چې قطر د ۲۰۲۷ کال د اګسټ له ۲۷مې څخه د سپټمبر تر ۱۲مې پورې د بسکټبال د نړیوال جام سیالیو کوربه وي.
په دې سره به قطر لومړنی عربي هېواد وي چې د بسکټبال د نړیوال جام سیالۍ کوربهتوب کوي.
د بسکټبال د نړیوال فدراسیون (اېفایبياې) د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې به د ۳۲ هېوادونو ملي لوبډلې ګډون وکړي او په ټولیز ډول به ۹۲ لوبې ترسره شي.
د نارینهوو د بسکټبال نړیوال جام تر دې وړاندې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوی دی.
دغه سیالۍ په ۱۹۵۰ کال کې پیل شوې او لومړی پړاو یې د ارجنټاین په هېواد کې ترسره شوی و.
د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته د تیلو بیې راښکته شوي
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډموکراتانو له بریا وروسته د نړۍ په مالي بازارونو کې بدلون راغلی دی.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، نن چهارشنبې د اروپا په بازارونو کې د ونډو ارزښت لوړ شوی او د نرۍ په بازارونو کې د ډالرو بیه ښکته شوې ده.
پانګوال اندېښمن دي چې ښايي ډموکراتان د مصنوعي ځیرکتیا تکنالوژۍ پر شرکتونو سخت قوانین وضعه کړي.
له ټاکنو وروسته د تیلو بیې هم ښکته تللي دي.
نن په بازارونو کې د تیلو د یوې بوشکې بیه ۱۰۳ ډالرو ته راښکته شوه، په داسې حال کې چې په وروستیو کې یې بیه تر ۱۱۷ ډالرو پورته تللې وه.