د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

د کندز معترض کاندیدان: که شکایتونه مو سم ونه‌څېړل شي مظاهرو ته دوام ورکوو


په کندز کې معترض کاندیدان
په کندز کې معترض کاندیدان

په کندز کې د ولسي جرګې معترضو کاندیدانو او پلویانو یې د ټاکنیزو کمېسیونو پر ضد لاریون وکړ او دغه‌راز حکومت ته‌یې خبرداری ورکړ، که پر وخت سره د دوی غوښتنو ته رسېدنه ونه‌کړي، نو پر غیر مدني تحرکاتو به لاس پورې کوي.

په کندز کې دوو تنو معترضو کاندیدانو عزیز الله امیري او عبدالغفور هوتک په‌دې اړه رسنیو ته وویل چې په‌دې ولایت کې خورا ډېرې درغلۍ شوي او که د دوی شکایتونه په سمه توګه ونه‌څېړل شي، نو دوی خپلو مظاهرو ته ادامه ورکوي.

دوی زیاته کړه:

"له ابتدایي لېسته مخکې موږ خپل ټول اسناد او مدارک دولت او ټاکنیزو کمېسیونونو ته وړاندې کړي وو، رئیس جمهور، اجرائيه رئیس او سیاسون د ظالمانو طرفداري کوي، زموږ اخري پرېکړه دا ده چې دوی عدالت نه‌غواړي، نو موږ هم د ریاست جمهوري انتخابات تحریموو."

د کندز اعتراض کوونکي
د کندز اعتراض کوونکي

"​-څرنګه چې تاسو ته معلومه ده زموږ خلک په ډېرو سختو شرایطو کې ولاړل، خپلې رأيې یې وکارولې، خو د خلکو رأيو ته بې‌احترامي وشوه، نو موږ مجبور یو چې په غیر مدني تحرکاتو لاس پورې کړو، ځکه تر اوسه پورې زموږ غوښتونو ته توجه نه‌ده شوې."

دغه معترض کاندیدان او پلویان‌یې وايي، که بایو مټریک شوې رأيې له غیر بایو مټریک شویو رأيو جلا نه‌شي، نو په هغه صورت کې دوی په کندز کې د ټولو دولتي ادارو دروازې تړي.

د دې ولایت د ولسي جرګي یو تن معترض کاندید ذبیح‌الله مجیدي په‌دې اړه رسنیو ته وویل:

"زموږ غوښتنه دا ده چې بایو مټریک شوې رأيې باید له غیر بایو مټریک شویو رأیو جلا شي او دغه‌راز ټولې رأيې له سره وشمېرل شي او پرته له هغه موږ خپل مدني تحرکاتو ته ادامه ورکوو."

د کندز یو تن اعتراض کوونکی
د کندز یو تن اعتراض کوونکی

په ورته وخت کې د معترضو کاندیدانو پلویان هم خبرداری ورکوي، که د دوی رأيو ته درناوی ونه‌شي، په هغه صورت کې دوی په خپلو سیمو او ولسوالیو کې ولسمشریزې ټاکنې تحریموي.

د کندز د خان اباد ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي محب‌الله خان په‌دې اړه وویل:

"کوم قوت او زور چې په موږ ولس کې دی، ځکه انتخابات په ولس باندې کېږي او که زموږ غوښتنو ته رسېدنه ونه‌شي، نو موږ په خپلو کلیو او سیمو کې د ریاست جمهوري انتخاباتو ته اجازه نه‌ورکوو."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‌دې اړه په کندز کې د انتخاباتو د کمېسيونونو له چارواکو سره خبرې وکړي، خو ونه‌توانېده.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې دغه معترض کاندیدانو د تحصن خیمې په درولو سره په کندز کې د ټاکنیزو کمېسیونونو دروازې تړلې وې او خبرداری یې ورکړی وو، که په وخت سره د دوی وړاندیزونو ته پاملرنه ونه‌شي، نو د دې ولایت ټولې لويې لارې د ټرافیکو پر مخ تړي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG