د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

دنیا: ملا برادر د طالبانو په سیاسي بهیر کې د ګډون له‌پاره قطر ته تللی


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغان سولې په تړاو ځینو نویو پرمختګونو ته کتنه کړې او په‌دې اړه‌یې د بېلابېلو لورو نظرونه راخیستي دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې د طالبانو یو مشر ملا برادر د طالبانو په سیاسي بهیر کې د ګډون له‌پاره قطر ته تللی دی، خو تر اوسه دا روښانه نه‌ده چې دی به د څه په حیث هلته د طالبانو له سیاسي پلاوي سره کار وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې ملا برادر کابو دوه میاشتې مخکې کله چې امریکا له طالبانو سره د خبرو په هدف هڅې پیل کړې، د افغان سولې له‌پاره د امریکا د ځانګړي استازي په غوښتنه په پاکستان کې له یو زندانه خوشې شوی څو د سولې په بهیر کې همکاري وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د سولې عالي شورا د سولې په خبرو کې د ملا برادر رول مهم بولي او هیله څرګندوي چې نوموړی ډېر ژر د سولې په برخه کې خپلې هڅې پیل کړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې په قطر کې د طالبانو په سیاسي پلاوي کې د ملا برادر شاملېدل، د ولسي جرګې په غړو کې هم خوشبینۍ زیاتې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم په قطر کې د طالبانو د سیاسي پلاوي سره د ملا برادر د یوځای کېدو خبر راخیستی دی او لیکلي دي چې قطر ته د ملا برادر په ورتګ سره به په دوحه کې د طالبانو دفتر لا پیاوړی شي.

ورځپاڼه لیکي چې د خلیل‌زاد له‌خوا د ملا برادر د خوشې کولو د غوښتنې اساسي هدف دا و چې دی د سولې خبرو ته د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

ورځپاڼې وړاندې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي دي چې ملا برادر د طالبانو په لیکو کې د زیات نفوذ خاوند دی او د قطر په دفتر کې د ده موجودیت به د طالبانو دریځ لا پیاوړی کړي.

ورځپاڼه لیکي، ګمان کېږي چې ملا برادر د قطر د دفتر د مشر په توګه وټاکل شي او دا کار به د دې سبب شي چې پر دې ډله د پاکستان نفوذ کم شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د افغان سولې له‌پاره سیمه‌ییزه اجماع په پراخېدو ده، خو د ورځپاڼې په وینا امریکا ته په‌کار ده چې د افغان سولې په اړه له پاکستان څخه ضمانت واخلي.

ورځپاڼه لیکي چې پاکستان د افغان سولې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي او په ورته وخت کې د همدغې سولې پر سر به له امریکا څځه نور امتیازات هم واخلي.

ورځپاڼه لیکي چې پاکستان د خپل دوه مخي سیاست له مخې په ظاهره په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د همکارۍ ژمنه کوي، خو له بل لوري یې طالبان له افغان حکومت سره له خبرو منع کړي دي.

ورځپاڼې په پای کې امریکا ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان دوه مخي سیاست ته په کتو پر دغه هېواد باور ونه‌کړي او له دغه هېواد سره د ناوړه معاملو پر ځای د افغان سولې په تړاو دی له اسلام‌اباد څخه ضمانتونه واخلي.

  • ملي ارمان

خو ملي ارمان ورځپاڼې بیا د افغان سولې په بهیر کې د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې په اړه افغان حکومت ګرم بللی او لیکلي یې دي چې د حکومت کمزوري سیاستونه د دې سبب شوي چې ګاونډیان دې په‌دغه بهیر کې لاسوهنه وکړي.

ورځپاڼې دغه مسئله په خپله سرلیکنه کې هم څېړلې او لیکلي یې دي چې اوس ورځو کې په‌داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو هڅو زور اخیستې دی او امریکا په‌دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي، ځینو ګاونډیو هېوادونو هم په‌دې اړه هڅې پیل کړې دي.

ورځپاڼې وړاندې د ایران هڅو ته په اشارې لیکلي دي چې تهران تل په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو ملاتړ کړی او په خپله خاوره کې یې د وسله‌والو د روزلو کمپونه جوړ کړي دي، خو اوس‌یې اعتراف وکړ چې له طالبانو سره اړیکې لري او ان څو ورځې مخکې په تهران کې د طالبانو د یوه پلاوي کوربانه وو.

ورځپاڼې په ورته وخت کې د روسیې او پاکستان سیاستونو ته هم کتنه کړې او پر افغان حکومت‌یې غږ کړی چې په‌دې برخه کې لا فعاله شي او پرې نه‌ږدي چې د سیمې او ګاونډ هېوادونه په‌دې برخه کې افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG