د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

غزني ته د غځېدلې وارداتي برښنا مزي څوک او ولې پرې کوي؟


ارشیف، په بغلان کې د برښنا چپه شوې پایه
ارشیف، په بغلان کې د برښنا چپه شوې پایه

د تېر ۱۳۹۶ کال په جدي میاشت کې غزني ته وارداتي برښنا راغله چې د دغه ښار اوسېدونکي د شخصي او دولتي ډیزلي برښنا له ګرانې بیې څخه خلاص شول، خو له څه مودې څخه وروسته د دغه برښنا د پرې کولو لړۍ پیل شوه او لا هم د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو سیمو کې پرې کېږي چې ډېری وخت‌يې پړه د وسله‌والو طالبانو، په غزني کې د شخصي برښنايي شرکتونو او په دا وروستیو کې د ملي اردو سرتېرو پر غاړه اچول کېږي، خو درې واړه لوري له دغه کاره انکار کوي.

د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل:

"د روان کال په دوران کې ۳۱۸ ځله د دغه برښنا مزي پرې شوي، ستنې یې نړول شوي او یا هم په ماینونو الوزول شوي دي."

دا په‌داسې حال کې ده چې له تېرو ۱۰ ورځو څخه پر غزني ښاریانو دغه برښنا یو ځل بیا د میدان وردګو ولایت په سید اباد سیمه کې قطع شوې وه او پرون یکشنبه بېرته وصل شوه.

ارشیف، د غزني د ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال

د غزني اوسېدونکي وايي، یا یې لیدلي یا یې اورېدلي او یا هم فکر کوي چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د دغه برښنا په قطع کولو کې هم وسله‌وال طالبان، هم د ملي اردو سرتېري او هم د برښنا محلي شرکتونه ښکېل دي.

دوی وايي، د برښنا شخصي شرکتونه‌یې د خپلو مشتریانو د زیاتوالي او د ملي اردو سرتېري د مزو د بېرته جوړولو پر وخت له برښنا ریاست څخه د پیسو اخیستلو او د پرې شویو لاینونو د خرڅولو په هدف دا کار ته ملا تړلې ده.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو په‌دې اړه د ملي اردو نظر واخلي، خو بریالۍ نه‌شوه.

خو په غزني کې د ولایت ویاند وايي، ملي اردو کله هم دا کار نه‌کوي.

محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل:

"دا په هېواد کې د وسله‌والو مخالفینو کار دی چې د ټولګټو پروژو په وړاندې خنډ کېږي."

که دولتي چارواکي د دې کار پړه د وسله‌والو طالبانو پر غاړه وراچوي، خو هغه بیا له دې کاره انکار کوي، د دغې ډلې ویاند ذبيح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دوی جنګیاليو هېڅکله برښنا نه‌ده قطع کړې.

که د غزني اوسېدوکي د برښنا د پرې کولو پړه د ملي اردو او وسله‌والو طالبانو ترڅنګ په غزني کې د شخصي شرکتونه پر غاړه وراچوي، خو په غزني کې د برښنا شرکت چارواکي وايي، په ښکاره توګه پر هېڅ‌چا دا تور نه‌شي لګولی چې څوک به د برښنا ستنې او یا هم مزي تخریبوي.

د غزني د برښنا شرکت رئیس جان محمد د ازادي راډیو پوښتنې ځوابوي.

د برښنا شرکت رئیس جان محمد وايي:

"امکان لري چې شخصي شرکتونو او د ملي اردو سرتېري دې دا کار کوي، خو ښکاره شواهد په لاس کې نه‌لري، که مو داسې شواهد تر لاسه کړل، نو ژر به دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژنو."

بل لورته بیا په غزني کې د شخصي شرکتونو مالکان هم وايي، دوی هېڅ‌کله دا کار نه‌کوي.

د عمري برښنا شرکت په نوم د یو شخصي شرکت مسؤل احمد عمري ازادي راډیو ته وویل:

"تر اوسه پورې یې دا کار نه‌دی کړی."

که یوې خوا ته د دغه برښنا د پرې کېدو پړه د وسله‌والو طالبانو، په غزني کې د برښنا شخصي شرکتونو او یا هم د ملي اردو پر غاړه وراچول کېږي، خو بلې خوا ته بیا تېره میاشت دغه وارداتي برښنا د میدان وردګو ولایت اوسېدونکو د ځمکې د پیسو د غوښتنې په هدف ۱۰ ورځې بنده کړې وه.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG