د ارزګان د ملي امنیت چارواکي وایې، تېره ورځ یې هغه ۹ کلن ماشوم د تښتوونکو له ګوتو ژغورلی چې درې ورځې مخکې یې له ترینکوټ ښار له یوه هوټله تښتولی و.
د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې وویل، دغه ماشوم درې ورځې د تښوونکو په منګولو کې و او د یادو کسانو له خوا جنسي تېری هم پرې شوی دی.
سرچینه وایي، هلک یې تېره ورځ ترینکوټ اړوند څانګي نومي سیمه کې پیدا کړ، خو تښتونکي ناردکه دي او دوی یې د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.
د ملي امنیت ریاست دغه ماشوم د رسنیو په حضور کې د هغه پلار ته وسپاره.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: