د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۸

خلک: د کندهارـ ارزګان پر لویه لار مو پولیس او طالبان دواړه وهي او ډبوي

د ارزګان خلک وایي، د کندهارـ ارزګان پر لویه لار یې پولیس او طالبان دواړه وهي او ډبوي.

دوی شکایت کوي چې د ارزګان او کندهار ترمنځ د لويې لارې په اوږدو کې یې پولیس او طالبان دواړه وهي او ډبوي او سپکې سپورې ورته وایي او غیر قانوني پیسې ورڅخه اخلي.

دوی زیاتوي چې لاره اوس ورته سخته شوې او کله چې تګ راتګ پرې کوي، ځان ژوندی نه احساسوي.

دغه خلک له دولته غواړي چې یاده لاره دې امنیت کې کړي او د یادې لارې پر سر مېشت پولیس دې له دندو لېرې کړي.

په ورته وخت کې د ارزګان امنیتي مسؤلین بیا وايي چې دغه لاره د کندهار په مربوطاتو کې ناامنه ده او د پولیسو له ناوړه چلنده ناخبري ښيي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:37 0:00
مستقیم لېنک

This item is part of
XS
SM
MD
LG