د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

ظریف: طالبان باید د افغانستان په راتلونکې کې رول ولري، خو حاکم رول نه!


ارشیف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
ارشیف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي چې طالبان باید د افغانستان په راتلونکې کې رول ولري.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، ظریف د دې خبرې تر څنګ ټینګار کړی چې دا سخت دریځه ډله باید پر افغانستان حاکم رول ونه لري.

ظریف دا خبره په هند کې کړې ده.

ظریف له هندي چارواکو سره د خبرو لپاره نوي ډيلي ته تللی دی.

هغه نن د جنورۍ په نهمه د هند له ټلویزیون (NDTV) سره په مرکه کې ویلي چې تهران له طالبانو سره استخباراتي تماسونه لري، ځکه مجبور دی چې د طالبانو په تر واک لاندې سیمو کې د خپل ګډ سرحد امنیت وساتي.

د طالبانو او تهران ترمنځ د خبرو معلومات اول وار د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني د ډېسمبر په شپږمه کابل ته په سفر کې له رسنیو سره شریک کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د ملي امنیت د شورا له مشر علي شمخاني سره د لیدنې په کال کې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د ملي امنیت د شورا له مشر علي شمخاني سره د لیدنې په کال کې

تر هغه وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي کابل ته ولاړ او د افغانستان د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو سره په کتنه کې یې ډاډ ورکړ چې تهران له طالبانو سره د سولې لپاره د داسې خبرو پلوي کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست د جنورۍ په پنځمه په خبرپاڼه کې وویل چې عبدالله عبدالله له عراقچي سره وکتل او له دهشتګرو ډلو سره د مذاکرو لپاره د حکومت اصول یې ورته تشریح کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر (NDTV) ته ویلي:

"زه فکر کوم چې د افغانستان داسې اینده چې طالبان هېڅ رول په کې ونه لري، ممکنه نه ده."

خو له دې خبرې سره یې باور څرګند کړی چې طالبان باید په افغانستان کې حاکم رول ونه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا پرېکړه چې طالبانو ته په افغانستان کې څه ډول رول ورکول کېدلای شي، باید افغانان وکړي.

خو د افغانستان ګاوندي هېوادونه نه غواړي چې هغوی پر ټول هېواد واک ترلاسه کړي.

ظریف (NDTV) ته ویلي:

"هېڅ څوک په دې سیمه کې باور نه لري چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د سیمې په ګټه دی."

هغه ویلي، زه باور لرم چې پردې د ټولو نظر یو دی.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، شیعه ایران تل په افغانستان کې د سني طالبانو فعالیت ته په احتیاط کتلي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې غړي خالد پښتون هم له ازادي راډیو سره په وروستۍ مرکه کې دې مسئلې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په نړیواله کچه منزوي ایران له دې ځایه هڅه کوي چې نړیوالو ته خپل سیاسي زور او اهمیت څرګند کړي.

ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې غړی خالد پښتون
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې غړی خالد پښتون

ښاغلي پښتون د وسله والو طالبانو او ایران د سیاسي او مذهبي اختلاف سابقه یاده کړه او ازادي راډیو ته یې وویل چې ایران د باور وړ اړخ نه دی.

XS
SM
MD
LG