د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

عباس عراقچي: ایران د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي


ښي لوري ته د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او چپ لوري ته د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي د خبرو په حال کې
ښي لوري ته د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او چپ لوري ته د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي د خبرو په حال کې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي او د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د طالبانو او تهران ترمنځ د مذاکرو په اړه غږېدلي دي.

د اجرائیه ریاست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې د دې کتنې ډېر جزیات نه دي څرګند شوي، خو وايي چې عباس عراقچي پرون د جنورۍ په ۵مه ډاډ ورکړی چې حکومت یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د مذاکرو ملاتړ کوي.

د اجرائیه ریاست اعلامیه وايي، عبدالله عبدالله له دې چې ایران له طالبانو سره د مذاکرو په اړه معلومات ورکړي، مننه کړې او له دهشتګرو ډلو سره د حکومت د مذاکرو اصول یې ورته بیان کړي دي.

عباس عراقچي تر دې مخکې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له عباس عراقچي سره د کتنې په حال کې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له عباس عراقچي سره د کتنې په حال کې

​د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې عراقچي ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې تهران دې اصل ته درناوی لري چې د سولې مذاکرې باید د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت ترسره شي.

د ډېسمبر په ۲۶مه د ایران د حکومت د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني هم کابل ته تللی و.

شمخاني اول وار د تهران او طالبانو ترمنځ د مذاکرو خبر ورکړ او ویې ویل چې د افغانستان حکومت یې خبر کړی دی.

ایا افغانستان ته د ایراني چارواکو دا تګ راتګ د کوم سیاسي تغیر معنی لري؟

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسيون غړي خالد پښتون د دې پوښتنې په ځواب کې بېګا ازادي راډیو ته وویل چې ایران له دې ځایه هڅه کوي چې نړیوالو ته خپل سیاسي زور او اهمیت څرګند کړي.

آرشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسيون غړی خالد پښتون
آرشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسيون غړی خالد پښتون

​خالد پښتون وویل:

"ایران د امریکا او نړیوالې ټولنې تر تحریمونو لاندې دی، د ایران پیسې دومره تورم کړی چې له سقوط سره یې اقتصاد مخامخ دی، له بله پلوه هغوی کوښښ کوي چې له روسانو سره ائتلاف وساتي او هغوی ته یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې څومره اهمیت لري او نړیوالو ته ښکاره کړي چې که تحریمونه لېرې نه کړي، سردرد ورته جوړولای شي، پاکستان د نړیوالې ټولنې په رفاقت کې ډېره اوږده سابقه لري، ایران هڅه کوي چې په بل اړخ کې ځان ورسره مقایسه کړي، خو متاسفانه نه یې شي کولای."

د افغانستان د حکومت او طالبانوت د سولې په هڅو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد مخکښ دی.

رپوټونه وايي چې په نېږدې وخت کې به سعودي عربستان هم په دې اړه د مهمې غونډې کوربه وي.

د دې ترڅنګ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په پسرلي کې به د افغانستان د وضعیت په اړه د داسې غونډې کوربه وي چې ښايي ډېرو ستونزو ته حل په کې وموندل شي.

که چېرې د افغانستان د سولې په پروسه کې فعالو خواوو ته وکتل شي، څرګنده ده چې له امریکا او د غربي نړۍ له سترې برخې سره د ایران روابط خراب دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د غړي خالد پښتون په باور، د اکثریت سني مسلمانانو له دوو هېوادونو، سعودي عربستان او ترکیې سره د شیعه ایران روابط اینده نه لري.

ښاغلي پښتون د وسله والو طالبانو او ایران ترمنځ د سیاسي او مذهبي اختلاف سابقې ته هم اشاره وکړه او ازادي راډیو ته یې وویل چې ایران یوازې د ځان د اهمیت د څرګندولو هڅې کوي.

ښاغلي پښتون وویل، تهران د افغانستان د حکومت لپاره د اعتماد وړ ملګری نه شي کېدلای، ځکه د هغه په باور، ایران د اوبو د وېش په څېر د مهمو ستراتيژیکو مسئلو له امله خپلې ګټې په خطر کې ګڼي او په افغانستان کې باثباته حکومت او یو منتخب نظام نه شي زغملای.

XS
SM
MD
LG