د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د طالبانو سرچینې: له امریکا سره د قطر غونډه د ځينو اختلافاتو له امله لغوه شوه


ارشیف، په قطر کې د طالبانو دفتر
ارشیف، په قطر کې د طالبانو دفتر

د طالبانو سرچینې وایي چې د قطر غونډه‌یې له امریکا سره د دې غونډې د اجنډا د موضوعاتو پر سر د اختلافاتو له امله لغوه کړه.

د طالبانو یو شمېر سرچینو روېټرز خبري اژانس ته په قطر کې د دې غونډې د لغوه کېدو په اړه ویلي چې له امریکایي چارواکو سره‌یې د سولې په اړه خبرې ځکه لغوه کړې چې د اجنډا د موضوعاتو په اړه‌یې په تېره بیا په دې خبرو کې د افغان چارواکو د ګډون، د احتمالي اوربند د اعلانولو او د بندیانو د تبادلې په اړه دواړو لورو اختلافات درلودل.

ټاکل شوې وه چې د چهارشنبې او پنجشنبې د ورځو په غونډو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د طالبانو له استازو سره پر هغو مسایلو بیا خبرو ته دوام ورکړي چې دواړو لورو په مخکنۍ غونډه کې پرې خبرې کړې وې.

د طالبانو یوې سرچینې روېټرز ته ویلي چې امریکایي چارواکو ټینګار کاوه چې طالبان دې په قطر کې د افغانستان د حکومت له استازو سره وګوري، دغه‌راز دواړو لورو هم په روان ۲۰۱۹ کال کې د یوه احتمالي اوربند د اعلانولو پر موضوع اختلاف درلود.

د دغې سرچینې په وینا، دواړه لوري په دې سلا شول چې دغه غونډه دې لغوه شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې ویلي وو چې دواړو لورو تر اوسه د دې خبرو پر تخنیکي جزئیاتو کار کوي او د خبرو لپاره واضح اجنډا هم نه‌ده ترتیب شوې.

په کابل کې د امریکا سفارت سمدستي په قطر کې د غونډې د لغوه کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې شېبه مخکې ازادي راډیو ته وویل چې دغه غونډه لغوه شوې او دوی نورو سلا او مشورو ته اړتیا لري.

د طالبانو سرچینو روېټرز ته ویلي چې دوی له امریکایي چارواکو غوښتي وو چې د طالبانو ۲۵ زره بندیان خوشې کړي او دوی به‌یې هم په بدل کې درې زره بندیان خوشې کړي، خو د دې سرچینې په وینا، امریکایي چارواکي په اوس وخت کې لېواله نه‌وو چې د بندیانو پر تبادلې بحث او خبرې وکړي.

آرشیف، د مسکو په غونډه کې د طالبانو د خبرو اترو پلاوی
آرشیف، د مسکو په غونډه کې د طالبانو د خبرو اترو پلاوی

د طالبانو یوې بلې سرچینې دې اژانس ته ویلي چې دوی به هېڅکله هم اوربند اعلان نه‌کړي، تر څو د جګړې په اړه‌یې خپلې اساسي غوښتنې پوره شوې نه‌وي.

د دې سرچینې په وینا، طالبان داسې احساس کوي چې زلمی خلیل‌زاد د دې صلاحیت نه‌لري چې د موضوعاتو په اړه مهمې پرېکړې وکړي.

له دې مخکې د طالبانو سرچینو نن ازادي راډیو ته ویلي وو چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په قطر کې د خبرو بل دور ته تیاری نیول شوی دی.

په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي وو چې د طالبانو د دوحې د دفتر پر استازو سربېره دغه‌راز په پام کې ده چې له پاکستانه هم د دې ډلې درې استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د دې سرچینې په وینا، د طالبانو د رژیم د وخت د اطلاعاتو او پوهنې وزیر امیر خان متقي، د هغه رژیم د روغتیا وزیر ملا عباس اخوند چې اوس د پاکستان لپاره د طالبانو د رسمي استازي په توګه کار کوي او ډاکتر فقیر چې حقاني شبکې ته نږدې کس بلل کېږي، له پاکستانه په دې غونډه کې ګډون کوي.

دغو درېواړو تېره میاشت د ابوظبي په غونډه کې هم ګډون کړی و.

خو د طالبانو دغې سرچینې دا هم ویلي وو چې تر اوسه دغه درې استازي قطر ته نه‌دي رسېدلي او ښایي دغه غونډه چې سبا په پام کې وه، د پنجشنبې ورځې ته یا هم څو ورځو ته وځنډېږي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د طالبانو عمده شرط دی.

آرشیف، په افغانستان کې امریکایي ځواکونه
آرشیف، په افغانستان کې امریکایي ځواکونه

د طالبانو سرچینې هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر دې مسئلې بیا تأکید وکړ او ویې‌ویل چې له امریکایي پلاوي سره په تېره غونډه کې دغه غوښتنه دوی مطرح کړې او دا ځل د هغوی د ځواب په تمه دي.

طالبانو تل په دې ټینګار کړی چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه‌کوي او د ابوظبي په غونډه کې هم د افغانستان د حکومت له پلاوي سره‌یې له لیدو ډډه وکړه.

د روېټرز اژانس د راپور له مخې، د سولې له دغو ټکنیو هڅو سره په امریکا کې دېره راند څېړنیز مرکز د افغانستان د سولې د موافقې د یوې طرحې ځیني جزئیات په کابل کې له افغان چارواکو او ډیپلوتانو سره شریک کړي دي.

په دې سند کې چې روېټرز یې یوه کاپي ترلاسه کړې، وړاندیز شوی چې امریکا او ناټو دې ځواکونه په تدریجې ډول په ۱۸ میاشتو کې له افغانستانه وباسي.

دغه‌راز ویل شوي چې متحده ایالات به له افغانستان سره ملکي مرستو ته دوام ورکوي او هم به هڅه کوي چې په دې برخه کې به د نورو مرستندویانو همکاري جلب کړي.

خو په کابل کې د امریکا سفارت او په واشنګټن کې د ښاغلي خلیل‌زاد دفتر تر اوسه د دې طرحې په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG