د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

د کابل چاپ ورځپانو په نننیو ګنو کې څه دي؟


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګنو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د افغان سولې په تړاو د جدې غونډه چې په همدې ورځو کې باید شوې وای، ونه شوه.

په سرمقاله کې راغلي، تاکل شوې وه چې په دې غونډه کې به پاکستان، امارات، سعودي، طالبان او امریکا برخه واخلي، افغان چارواکو هم په دې غونډه کې د ګډون ویلي وو چې اوس ځنډېدلې او ښايي هېڅ ونه شي.

ورځپاڼه د جدې د غونډې د نه جوړېدو لامل دا ښايي چې پر طالبانو ډېر فشار و چې باید د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره هم خبرې وکړي، خو طالبانو دا ونه منله.

سرمقاله لیکونکي یو بل لامل ته هم اشاره کړې چې هغه سعودي سره د طالبانو خړې شوې اړیکې دي او په خبره یې چې دوی نه غوښتل چې هغه هېواد ته ولاړ شي.

په سرمقاله کې ویل شوي چې د طالبانو اړیکې هغه وخت له سعودي سره خرابې شوې چې په هغه هېواد کې د دیني عالمانو یوې لویې غونډې په افغانستان کې د طالبانو له خوا جګړه ناروا وبلله.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې له امریکا وروسته ډېری جرمنیانو هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو پرېکړه کړې ده.

په مطلب کې راغلي، نېږدې نیمايي جرمنیان غواړي چې خپل ځواکونه یې کورونو ته ستانه شي.

ورځپاڼه لیکي، په جرمني کې په دې اړه د یوې ترسره شوې نظر پوښتنې پر بنسټ ۴۸ سلنه جرمنیان غواړي چې ځواکونه یې کورونو ته ستانه او په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي، خو ۲۹ سلنه یې بیا ردوي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د جرمني ۱۳۰۰ سرتېري د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې د ځواکونو په روزنه بوخت دي.

د مطلب د لیکوال په خبره، دا په داسې حال کې ده چې امریکا هم په دې غور کوي چې له افغانستانه خپل نیمايي ځواکونه چې شمېر یې ۷۰۰۰ تنو ته رسېږي، وباسي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د سولې په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

هېواد لیکلي، د افغان سولې لپاره غونډې باید مثبتې پایلې ولري.

په سرمقاله کې راغلي، د زیاتره کورنیو او بهرنیو سوله دوستو او بشر دوستو بنسټونو او سیاسي شنونکو په اند، په افغانستان کې د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره د دوه مخې پاکستان پر ژمنو باور یوه ستره تېروتنه ده.

سرمقاله لیکونکی په ابوظبۍ کې افغان پلاوي سره د طالبانو د استازو د نه کتلو په برخه کې هم پاکستان ګرم بولي او وايي، دا کار د هغه هېواد او یو شمېر نورو مغرضو هېوادونو په لمسون شوی دی.

خو په سرمقاله کې په مشخص ډول د بل کوم هېواد نوم نه دی اخیستل شوی.

XS
SM
MD
LG