د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د پښتنو د تحفظ غورځنګ سلګونو پلویانو د جرمني په کولُن کې مظاهره وکړه


د جرمني په کولن ښار کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ د سلګونو پلویانو د مظاهرې یو انځور
د جرمني په کولن ښار کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ د سلګونو پلویانو د مظاهرې یو انځور

د پښتنو د تحفظ غورځنګ سلګونو پلویانو پرون د جرمني په کولن ښار کې سوله ییزه مظاهره وکړه.

هغوی په پاکستان کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ د مشر منظور پښتین ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د اسلام اباد حکومت باید د دې سوله ییز حرکت غوښتنو ته پام وکړي او خبرې یې واروي.

د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي محسن داوړ پرون شنبه د جنورۍ په ۵مه پر ټوېټر ولیکل چې هېڅ کله یې دومره پښتانه په داسې له اتحاده ډکه فضا کې نه وو لیدلي.

ارشیف، د پښتنو د تحفظ غورځنګ غړی محسن داوړ
ارشیف، د پښتنو د تحفظ غورځنګ غړی محسن داوړ

په کولن ښار کې پرون د افغانستان او پاکستان د پښتنو د ټولنې غړو ګډون کړی و.

ډېرو خلکو سپین بېرغونه لېږدول.

سره له دې چې په دې ښار کې پرون تر ډېره وخته باران ورېد، زیات ماشومان هم لیدل کېدل چې د پښتنو ملي جامې یې اغوستې وې او د پښتنو د تحفظ غورځنګ په پلوۍ یې شعارونه پورته کړي وو.

په پرونۍ مظاهره کې یو شمېر کسانو ویناوې هم وکړې او د پاکستان حکومت یې تورن کړی چې په هغه هېواد کې د پښتنو د ځورونې، لادرکیو او قتلونو په وړاندې غلی پاتې شوی دی.

په هغو عکسونو کې چې د ټولنیزو رسنیو پر سایټونو لکه ټوېټر او فېسبوک خپاره شوي، لیدل کېږي چې مظاهره چیان د پښتنو د تحفظ غورځنګ پر غړو د پاکستان د حکومت د بندیزونو، د پښتنو د توقیفونو، د پښتنو د مشرانو د لادرکۍ او هدفي وژنو پر ضد شعارونه لېږدوي.

د جرمني په کولن ښار کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ په ملاتړ په پرونۍ مظاهره کې یو شمېر ښځې لیدل کېدې چې د افغانستان د بیرغ په رنګ پوړني او ډېرو نورو کسانو د منظور پښتین په شان سرې خولۍ پر سر کړې وې.

د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي علي وزیر پرون پر ټوېټر ولیکل چې په کولن کې پرون د سوله یيزو مظاهره چیانو شمېر تر زرو زیات و.

علي وزیر په همدې ټوېټ کې ولیکل:

"هغوی راغونډ شوي وو چې د پښتنو د قتل عام پرضد احتجاج وکړي."

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د جنورۍ په دوهمه نېټه وویل چې د پښتنو د تحفظ غورځنګ یو سوله ییز حرکت دی او د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

غفور د دې مدني حرکت مشرانو او پلویانو ته وړاندیز وکړ چې د پښتنو په سیمو کې د ابادۍ او بیارغونې لپاره حکومت ته لاس ورکړي.

خو د پښتنو د تحفظ غورځنګ یوه مشر محسن داوړ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید د دوی د ځانګړو غوښتنو په ځواب کې عملي ګامونه پورته کړي.

د پښتنو د تحفظ غورځنګ تېرکال په فبرورۍ میاشت کې په اسلام اباد کې پرلت وکړ او له هغه ځایه یې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د زرګونو پښتنو د قتل او لادرکۍ عاملان ونیسي او محاکمه یې کړي.

د دې حرکت یوه غوښتنه دا وه چې په پاکستان کې له ترورېزم سره د مبارزې په نوم د پښتنو ځورونه بنده شي او په قبایلي سیمو کې باید ماینونه پاک شي.

خو په وروستي یوه کال کې چې د پښتنو تحفظ غورځنګ فعالیت پېل کړی، په پاکستان کې د دې مدني حرکت پر یو شمېر مشرانو او غړو د سفر بندیز لګېدلی، توقیف شوي، وهل شوي او تهدید شوي دي.

XS
SM
MD
LG