د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د ايران سمندري ځواک: په اتلانتيک سمندر کې به خپلې جنګي کښتۍ ځاى پر ځاى کړو


د ایران ملي بیرغ
د ایران ملي بیرغ

د ايران سمندري ځواک اعلان وکړ چې په اتلانتيک سمندر کې به خپلې جنګي کښتۍ ځاى پر ځاى کړي.

د ايران سمندري ځواک اعلان کړى چې په اتلانتيک سمندر کې به د پنځو مياشتو لپاره څو جنګي کښتۍ ځاى پر ځاى کړي.

دا د امريکا متحدو ايالتونو په وړاندې د ځواک ښوولو په هدف په سيمه کې د ايران د حضور هڅه ګڼل کېږي.

فارس خبري اژانس چې د ايران پوځ ته نېږدې ګڼل کېږي، راپور ورکړى چې د دغو جنګي کښتيو د ماموريت د پيل لپاره ټول ترتيبات نيول شوي دي.

د ايران اميرالبحر تورج حسني مقدم ايرنا خبري اژانس ته د جمعې په ورځ ويلي وو، د جنګي کښتيو دغه ماموريت به په راتلونکي لمريز کال کې پيل شي.

د سَهَند په نوم څلورماشينه جنګي کښتۍ به هغه رهبري شوى ميزائيل لېږدوي چې تېره مياشت يې د جوړولو اعلان وشو.

فارس خبري اژانس وايي، دغه جنګي کښتۍ به د لاتيني امريکا په هېواد لکه وينزويلا کې چې ايران ورسره دوستانه اړيکې لري، تم شي.

د ايران په دغو جنګي کښتيو کې تر ټولو غټې دوه پرمختللې کښتۍ هم شاملې دي چې دواړه د څرخي الوتکو د لېږدولو وړتيا لري.

د ايران د سهند په نوم جنګي کښتۍ د پخوانۍ بڼې جماران ډېره پرمختللې او عصري بڼه يا ورژن دى.

جماران په تېره لسيزه کې فعاليت پيل کړ.

د ايران په رسنيو کې سهند د منځني ختيځ تر ټولو ځواکمنه کښتۍ او د غربي اسيا تر ټولو پرمختللې جنګي کښتۍ ګڼل شوې ده.

د ايران د پوځ يوه مشر علي رضا شيخي ايرنا اژانس ته تېره مياشت ويلي وو، رادار دغه کښتۍ نه شي کشفولاى او د برښنايي جنګي تجهيزاتو د لېږد وړتيا هم لري.

XS
SM
MD
LG