د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۱۰

د سولې شورا: ترکیه کولای شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول ولوبوي


ارشیف، د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ترکیه په سیمه کې خپل پیاوړي دريځ او دغه شان له پاکستان او افغانستان سره خپلو ښو اړیکو ته په پام سره کولای شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول ولوبوي.

وروسته له هغه چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان د سولې په اړه د کابل، اسلام اباد او انقرې ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د جوړېدو خبره وکړه، د افغانستان د سولې د عالي شورا ځیني غړي له دغه هېواده غواړي چې په خپل پیاوړي دریځ سره د افغانانو په مالیکت او مشرۍ له دغه بهیر سره همکاري وکړي.

د افغانستان او ترکیې ملي بیرغونه
د افغانستان او ترکیې ملي بیرغونه

قاضي محمد امین وقاد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ترکیه په سیمه کې د يوه پیاوړي هېواد او له پاکستان او افغانستان سره خپلو ښو اړیکو ته په پام سره کولای شي چې د افغانستان د کشالې په هواري کې اغېزمن رول ولري:

ده زیاته کړه:

"ترکیه خو يو خپلواک او پياوړی هېواد دی، هغوی چې کوم دریځ نیسي، افغانستان او پاکستان به په جریان کې وي او په کې به خپل مسؤلیت او صلاحیت لري، دا چې دوی د افغانستان له خلکو سره خواخوږي لري، موږ ترې مننه کوو او هیله لرو چې د سولې په بهیر کې د افغانستان د خلکو مالکیت او مشرتوب له نظره ونه غورځول شي."

ښاغلی وقاد په ټینګار سره وايي، هر هېواد یا نړیوال سازمان چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې په برخه کې هڅه کوي، دوی یې ملاتړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې هېواد به یې په پسرلي کې د افغانستان د سولې په اړه د درې اړخیزې غونډې کوربه وي.

ښاغلي اردوغان د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په انقره کې په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د افغانستان، پاکستان او ترکیې درې اړخیزه غونډه مهمه وبلله.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان صدراعظم عمران خان په انقره کې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان صدراعظم عمران خان په انقره کې

بل خوا د پاکستان صدراعظم عمران خان په پروني خبري کنفرانس کې بیا ویلي چې افغانان له جګړې ډېر کړېدلي او سولې ته سخته اړتیا لري.

د ښاغلي خان حکومت په ډېسمبر کې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا او طالبانو د استازو د کتنې په تنظیم کې مهم رول درلود.

د دغې ناستې په دوام، د سعودي عربستان په جده کې هم د افغانستان د سولې په اړه د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د يوې ناستې د جوړېدو خبر ورکړل شوی و، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ابوظبۍ تر ناستې وروسته د جدې غونډه په پلان کې نه وه، خو له امریکا سره د دوی ناستې دوام لري.

ښاغلي مجاهد ویلي، له امریکا سره به د خپلې بلې ناستې په اړه ډېر ژر له رسنیو سره جزیات شریک کړي.

له دې مخکې افغان حکومت هم ټينګار کړی چې که ‎چېرې طالبان افغان حکومت سره لیدو او خبرو کولو ته حاضر نه شي، دوی به خپل مرکچي پلاوی جدې ته ونه لېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی سید علي کاظمي هم د سیمه ییزې اجماع په چوکاټ کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ترکیې پر اغېزمن رول او اقداماتو ټینګار کوي.

ده وویل:

"ترکیه يو له اغېز لرونکو هېوادونو ده، که دوی له يوې پياوړې ارادې سره پرېکړه وکړي، کولای شي چې پاکستان ته قناعت ورکړي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې رښتیني ګامونه واخلي."

ترکیه په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو په چوکاټ کې فعالیت لري او اړیکې یې هم له افغانستان سره ښې او دوستانه دي.

د چارو شنونکي وايي، ترکیه په سیمه کې له با نفوذه اسلامي هېوادونو ده چې کولای شي، خپل دې موقف ته په پام سره طالبان هم افغان حکوکت سره د سولې خبرو ته وهڅوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG