د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې هېواد به یې په پسرلي کې د افغانستان د سولې په اړه د درې اړخیزې غونډې کوربه وي.
رجب طیب اردغان پرون جمعه د جنورۍ په ۴مه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل.
خان او اردوغان په انقره کې په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د خبرو لپاره د افغانستان، پاکستان او ترکیې درې اړخیزه غونډه مهمه ده.
رجب طیب اردغان وویل:
"ان شالله موږ به په استانبول کې درې اړخیزه غونډه وکړو چې د مارچ تر ۳۱مې وروسته به وي، زه باور لرم چې د افغانستان، پاکستان او ترکیې دا درې اړخیزه غونډه به د ډېرو ستونزو له حل سره مرسته وکړي."
په ترکیه کې د روان کال د مارچ په میاشت کې د ښاروالۍ انتخابات کېږي.
د افغانستان پر حالاتو درې اړخیزه غونډه به تر دې انتخاباتو وروسته وي خو دقیقه نېټه یې معلومه نه ده.
د پاکستان صدراعظم عمران خان په پروني خبري کنفرانس کې وویل چې افغانان له جګړې ډېر کړېدلي او سولې ته سخته اړتیا لري.
عمران خان زیاته کړه:
"د دې وخت را رسېدلی چې نړیواله ټولنه او بل هر څوک چې کولای شي، مرسته وکړي، پاکستان له مخکې لا کومک کړی، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو زمینه یې برابره کړې، خو دا کار ډېره زیاته همکاري غواړي، د ټولو اړخونو او د ګاونډیانو له لوري."
د پاکستان حکومت پر وسله والو طالبانو نفوذ لري.
د عمران خان حکومت په ډېسمبر کې د امریکا او طالبانو د استازو د کتنې په تنظیم کې مهم رول درلود چې په متحده عربي اماراتو کې وه.
اسلام اباد په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمېدو په اړه د خپرو شویو رپوټونو هرکلی هم کړی دی.
د امریکا حکومت وايي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغانستانه د ۷۰۰۰ امریکايي عسکرو د ایستلو پر پلان غور کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ډېسمبر په ۲۲مه وویل چې د واشنګټن دا پرېکړه به افغانستان سولې ته نېږدې کړي.
د افغانستان حکومت په استانبول کې د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې نه دي کړې.
د ترکیې ولسمشر یا د پاکستان صدراعظم ونه ویل چې په استانبول کې غونډې ته د طالبانو له لوري هم څوک وربلل شوي که نه.
ټاکل شوې چې سعودي عربستان هم په نېږدې وخت کې د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډې کوربه وي.
د طالبانو د کوېټې شورا یوه غړي څو ورځې وړاندې د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل چې دا غونډه د جنورۍ په میاشت کې کېږي.
وسله والو طالبانو مکرراً د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي چې په سعودي عربستان کې غونډې ته تیاری نیسي.
خو په سعودي کې د جوړېدونکې غونډې دقیقه نېټه هم نه ده څرګنده شوې.