د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

ایران ته د امریکا خبرداری: ایران دې فضا ته د ۳ راکټونو له توغولو ډډه وکړي


ارشیف، ایرانی میزائیل
ارشیف، ایرانی میزائیل

امریکا ایران ته مخکې تر مخکې خبرداری ورکړ چې فضا ته د درېيو راکتونو له توغولو ډډه وکړي.

امریکا باور لري چې د ایران رژیم له بالستیکي یا لرواټنو توغندیو څخه په کار اخېستو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک سرغړونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، ایران ویلي چې په راتلونکو څو میاشتو کې درې راکټونه فضا ته استوي چې د ده په وینا په‌دې کې له قاره ویشتونکو بالسټیکي توغندیو کار اخېستل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

ده وویل:

"موږ د ایران رژیم ته مشوره ورکوو چې له دې ډول لمسوونکو اقداماتو لاس واخلي او د بالستیکي راکټونو اړوند ټول فعالیتونه ودروي، څو له لا زیاتې اقتصادي او سیاسي انزوا سره مخامخ نه‌شي."

ایراني رسنیو څه باندې یوه میاشت وړاندې د ایران د مرستیال دفاع وزیر جنرال قاسم تقي‌زاده په قول راپور ورکړ چې ایران غواړي په نژدې راتلونکې کې درې سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي.

ښاغلي تقي‌زاده ویلي، د ایران له لوري دا جوړې شوې سپوږمکۍ په بېلابېلو مدارونو کې ځای پر ځای کېږي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دې ډول راکټونو توغول د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ نمبر پرېکړه‌لیک سرغړونه ده.

په دې پرېکړه‌لیک کې له ایرانه غوښتل شوي چې د هغو بالستیکي راکټونو له اړوندو فعالیتونو څخه ډډه وکړي چې د اټمي وسلې د لېږدولو ظرفیت لري.

امریکا د تېرکال په مې میاشت کې له ایران سره له اټمي موافقې ووته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه‌لیک له تصویبه وروسته څو ځلي بالسټیکي توغندي توغولي دي.

د ده په وینا ایران د تېر دسمبر په لومړۍ نېټه یو منځ واټنه بالستیکي توغندۍ چې د څو سرګلولو د وړلو وړتیا لري، وازمایه.

ایران د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په جولای کې یو راکټ واستاوه او ویې ویل چې دا توغندۍ فضا ته سپوږمکۍ لېږلی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران دا اقدام لمسوونکی وباله.

تردې وړاندې امریکا د ایران د راکټي پروګرام په خاطر پر دې هېواد تازه اقتصادي بندیزونه لګولي وو.

ایران وايي، فضايي پروګرام یې د سوله‌ییزو هدفونو لپاره دی، خو لوېدیځ متخصصان ګومان کوي چې ممکن ایران د دې پروګرام په پلمه پوځي راکټونو ته انکشاف ورکړي.

XS
SM
MD
LG