د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

افغان حکومت: تر هغې د جدې غونډې ته پلاوی نه‌لېږو څو د خبرو قوي ضمانت نه‌وي


ارشیف، د جدې ښار
ارشیف، د جدې ښار

د امریکا، د سیمې ځيني هېوادونو او د طالبانو دوهمې غونډې ته د چمتووالي په درشل کې افغان حکومت لادغې غونډې ته د کوم پلاوي د لېږلو پرېکړه نه‌ده کړې.

افغان حکومت ټینګار کوي چې تر هغې پلاوی نه‌لېږي څو د خبرو قوي ضمانت نه‌وي موجود.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس عمر داوودزی وايي، له تېرې غونډې يې تجربه اخیستې او تر هغې چې د مخامخ خبرو د پیل قوي ضمانت نه‌وي ورکړل شوی کوم افغان پلاوی به د خبرو لپاره سعودي عربستان یا بل کوم ځای ته ولاړ نه‌شي.​

ارشیف، د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس عمر داودزی ازادي راډیو سره د مرکې په حال کې

عمر داوودزی چې د سولې په اړه د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کېدو په برخه کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی هم دی، د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۲» د سولې په اړه د مدني ټولنو یوې غونډې ته په‌دې اړه وویل:

"اوس یوه تجربه شوه او که ټاکل شوې وي چې د جدې ناسته دوهم پړاو خبرې ترسره کېږي تاسې دې ډاډمن وئ چې د افغانستان ټیم په‌کې ګډون نه‌کوي، تر هغې چې د مخامخ خبرو دقیق او کره ژمنه ونه‌شي، په‌دې برخه کې د سعودي رول، موږ مثبت ارزوو، دوی غواړي سوله راشي او وضعیت بدلون وکړي."

دا په‌داسې حال کې ده چې له دې وړاندې طالبانو هم په راتلونکې غونډه کې د افغان حکومت له استازو سره لیده کاته رد کړي دي.

خو نړیوالې ټولنې تل د افغانانو ترمنځ د خبرو په ترسره کېدو ټينګار کړی ویلي يې دي چې دغه هدف ته به زمینې برابروي.

د ابوظبي غونډې په تعقیب ټاکل شوې چې د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازي په نږدې راتلونکي کې یو ځل بیا له طالبانو سره وګوري.

د ابوظبي په غونډه کې هم د دغو هېوادونو استازو او طالبانو د افغان سولې په اړه خبرې وکړې، خو طالبانو له افغان پلاوي سره د لیدو کتو او خبرو ډډه وکړه.

بل‌خوا که څه هم د دوهمې غونډې ځای د سعودي عربستان د جدې ښار ښودل شوی، خو د غونډې د څرنګوالي په اړه لا ډېر جزئیات نه‌دي شریک شوي.

د سولې د برخې د یو شمېر فعالانو له ډلې، د افغانستان د سولې او نجات شورا رئیس ګل‌الرحمن قاضي وايي، د مخامخ خبرو له پیله مخکې د داسې منځګړو اړتیا ده چې دواړه لوري خبرو ته قانع کړي.

د افغانستان د سولې او نجات شورا رئیس ګل‌الرحمن قاضي
د افغانستان د سولې او نجات شورا رئیس ګل‌الرحمن قاضي

نوموړی وايي:

"هېڅ سوله د خیر ښېګڼې له غوښتونکي پرته نه ترسره کېږي، نو ځکه غوره دا ده چې توافق په‌دې وشي، څو یو ملي درېیمګړی یا منځګړی رامنځته شي چې هغه هم دواړو لورو ته د منلو وړ وي او هم ورسره خبرې وکړای شي."

دی وايي، د سولې په روانو خبرو کې لا هم د منځګړي تشه احساسېږي، داسې منځګړی چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ اختلاف سره نږدې کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG