د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ کب ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۰۳

د انتخاباتو کمېسیون: د کابل د انتخاباتو لومړني نتایج راتلونکې اوونۍ اعلانېږي


ارشیف، په بامیان کې یو تن د ولسي جرګې په انتخاباتو کې خپلې رأیې کاروي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د کابل د انتخاباتو لومړني نتایج راتلونکې اوونۍ اعلانېږي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق‌پرست د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۲» ازادي راډيو ته وویل، د کابل د نتایجو په اعلان کې به نور ځنډ نه‌راځي، ځکه په وینا یې یوازې ۲۰ سلنه رأیې پاتې دي چې په سیستم کې وراضافه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون هڅه دا ده، څو د کابل د انتخاباتو لومړني نتایج ډېر ژر اعلان کړي، د خوښې ځای دی چې اوس‌مهال د کابل ۸۰ سلنه رأیې سیستم ته اضافه شوي او پاتې ۲۰ سلنه به هم سیستم ته اضافه کېږي."

د انتخاباتو د کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست
د انتخاباتو د کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون همدارنګه وايي، د بغلان د انتخاباتو لومړني نتایج به تر راتلونکو درېیو ورځو پورې اعلان شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کمېسیون په کمزوري مدیریت تُند انتقادونه شوي.

له سیاسي ګوندونو او جریانونو نیولې تر انتخاباتي څارونکو پورې د ولسي جرګې انتخاباتو لومړنیو نتایجو کې په اعلان او ولسمشریزو ټاکنو د نېټې په ځنډېدو انتقادونه کړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بیا ازادي راډيو ته وویل، د کمېسیون استقلالیت ته درناوی لري.

دا په‌داسې حال کې ده چې یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر دوه ورځې مخکې په انتخاباتي کمېسیون کې بنسټیزو اصلاحاتو باندې ټينګار کړی.

تر دې یوه ورځ مخکې یو شمېر ګوندونو او سیاسي جریانونو په‌دې پروسه کې د کمېسیون پر کمزوري مدیریت انتقاد وکړ او دغه کمېسیون‌یې په پاتې راتلو تورن کړ.

دوی همدارنګه د کمېسیون په رهبرۍ کې د بدلونونو غوښتنه هم وکړه.

یو شمېر سناتوران بیا ټینګار کوي چې پر کمېسیون د خلکو باور له‌منځه تللی.​د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلي د ازادي راډیو په یوه اوونیز بحث کې.

د دغو سناتورانو له ډلې زلمي زابلي وویل:

​"کمېسیون به په راتلونکو ورځو کې هم ونه‌توانېږي چې پایلې اعلان کړي، دا په خپله د کمېسیون اعتبار کم کړی اوس هم کمېسیون وخت لري چې حکومت ته نه ووايي او حقیقي رأیې اعلان کړي."

له بلې‌خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید وايي، انتخاباتي پروسه کې د حکومت لاسوهنه، د کمېسیون کمزوری چلند او د مافیایي کړیو شتون هغه څه دي چې د انتخاباتو پروسه‌یې له ستونزو سره مخ کړې ده.

نوموړي ټينګار وکړ، که دا وضعیت دوام وکړي هېواد به له کړکېچ سره مخ شي او مسؤلیت به‌یې د کمېسیون او حکومت پر غاړه وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG