د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

د انتخاباتو کمېسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډ رسمي اعلان وکړ


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په رسمي توګه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډ اعلان وکړ.

له اوازو او د انتخاباتو د احتمالي ځنډ له خبرونو وروسته بالاخره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په رسمي توګه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډ اعلان وکړ.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د انتخاباتو د ځنډ پرېکړه يې د ګڼو دلایلو له کبله د سیاسي جریانونو او بېلابېلو خواوو سره له مشورو وروسته کړې ده.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد

ده وویل:

"د انتخاباتو کومه ورځ چې اوس د کمېسیون له خوا ټاکل شوې، هغه د سرطان د میاشتې ۲۹ مه ده، یعنې په دغې نېټه به مونږ څلور ټاکنې لرو او له هغې مخکې به ټول اصلاحات تر سره کېږي."

هغه ومنله چې د انتخاباتو تر سره کول لوړ ظرفیت ته اړتیا لري چې دوی يې باید تر انتخاباتو چمتو کړي.

له دې سره سوړ ژمی، امنیتي وضعیت، د رأیې ورکوونکو نوم لیکنه، د ولسمشرۍ کاندیدانو د ثبت پڅ بهیر او ځيني نور مسایل یې هغه ستونزې وبللې چې د صیاد په وینا، د انتخاباتو نېټه باید هم ځنډول شوې وای.

دی وايي، د سرطان د میاشتې په ۲۹ مه به د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر څنګ د غزني پارلماني انتخابات، د ولسوالۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات هم تر سره کړي.

له دې وړاندې د انتخاباتو کمېسیون له قانون سره سم د حمل د میاشتې په ۳۱مه د ولسمشرۍ انتخاباتو د ترسره کېدو ژمنه کړې وه.

ولسمشر غني هم له دې وړاندې په خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کېدو ټينګار کړی و، خو اوس بیا ولسمشرۍ ماڼۍ د انتخاباتو د ځنډ هر کلی کوي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه د ښو انتخاباتو د تر سره کېدو په خاطر په خپلواکه توګه کړې، نو ځکه دوی د دې پرېکړې درناوی کوي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

دی زیاتوي:

"د دې لپاره چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وکولای شي چې انتخابات په ښه او شفافه توګه تر سره کړي، دغه کمېسیون د سرطان ۲۹مه اعلان کړه، حکومت د انتخاباتو کمېسیون پرېکړې ته د یوه خپلواک بنسټ په توګه درناوی او له وروستۍ پرېکړې يې هر کلی کوي."

له دې وړاندې که څه هم په ځينو رسنیو او بحثونو کې د انتخاباتو د ځنډ یو دلیل د سولې روان بهیر بلل شوی، خو ښاغلی مرتضوي د ځنډ له اعلانه وروسته دا دلیل ردوي.

بل خواد د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي، اصلاحات یوه بهانه ده او دوی ته د قانون خلاف پرېکړه د منلو وړ نه ده.

د دغه ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډ په غبرګون ازادي راډیو ته وویل:

د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا
د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا

"دې حکومت باید څلور کاله مخکې د ولسي جرګې انتخابات تر سره کړي وای، خو د اصلاحاتو، عدالت او شفافیت په نوم دوی دا انتخابات څلور کاله وځنډول، اوس هم دا یوه بهانه ده او مونږ ته دا بهانه د منلو وړ نه ده، زمونږ غوښتنه دا ده چې انتخابات باید په خپل وخت تر سره شي."

دی وايي، د انتخاباتو د ځنډ په اړه له دوی سره هم مشوره شوې، خو د دوی ځواب نه او ټيڼګار په دې و چې انتخابات باید په خپل وخت تر سره شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG