د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

مسیر: څلور ډوله انتخابات پر یوه وخت!


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشرۍ انتخاباتو د ځنډ او په اړه‌يې د سیاسي ګوندونو او سیاسي څېرو په ...

د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشرۍ انتخاباتو د ځنډ او په اړه‌يې د سیاسي ګوندونو او سیاسي څېرو په غبرګون مقالې او تبصرې خپري کړې دي.​

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې، څلور ډوله انتخابات پر یوه وخت تر عنوان لاندې په سرمقاله کې لیکلي دي چې د انتخاباتو د کمېسیون له لوري د ولسمشریزو انتخاباتو ځنډولو ته د سیاسي ګوندونو او سیاستوالو له غبرګون وروسته اوس د کمېسیون هغه ادعا دروغ شوه چې ویل یې د انتخاباتو د ځنډ پرېکړه‌يې له سیاسي ګوندونو سره په مشوره کړې ده.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې د ولسمشرۍ یو شمېر احتمالي نوماندانو او ان د انتخاباتو څارونکو بنسټونو دا پرېکړه ناقانونه بللې ده او ویلي چې دا پرېکړه بدې پایلې لري.

د سرمقالې لیکوال همدا شان د انتخاباتو ځنډ د حکومت او کمېسیون ګډه دسیسه بولي او لیکي چې حکومت غواړي د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر څنګ د غزني، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په یو ځل ترسره کړي.

سرمقاله لیکونکی ادعا کوي چې په‌دې کار سره حکومت غواړي چې د یوه ځانګړي کاندید په ګټه د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو له نوماندانو سره جوړجاړی وکړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې اړه په یو خپور شوي مطلب کې لیکلي دي چې سیاسي ګوندونو او سیاسي څېرو د انتخاباتو په ځنډ شدید انتقاد کړی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې سیاسي ګوندونو دغه پرېکړه د قانون خلاف بللې او ویلي یې دي چې د ولسمشریزو انتخاباتو درې میاشتنی ځنډ به په هغه صورت کې ومني چې په انتخاباتي کمېسیونونو کې پراخ اصلاحات رامنځته شي.

د مطلب لیکوال د ولسمشرۍ د احتمالي نوماند حنیف اتمر له قوله لیکلي دي چې په یو وخت کې د څلورو انتخاباتو ترسره کول د کمېسیون له وسه پوره نه‌دي او دغه چاره به هېواد له جدي بحران سره مخ کړي.

په مطلب کې د ښاغلي اتمر له قوله دا هم لیکل شوي چې اوسنی حکومت له جوزا میاشتې وروسته قانوني مشروعیت نه‌لري او باید ګوښه شي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې په کابل کې د امریکا سفیر په انتخاباتي کمېسیونونو کې د پراخو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

په مطلب کې د امریکا د سفیر جان بس له قوله لیکل شوي دي چې په انتخاباتو د خلکو د باور د بېرته پیدا کولو په هدف اړتیا ده چې په انتخاباتي کمېسیونونو کې اصلاحات ترسره شي.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې ښاغلي جان بس ټینګار کړی چې باید دا اصلاحات غیر سیاسي وي او په کار پوه او مسلکي کسان په انتخاباتي کمېسیونونو کې په دندو وګمارل شي.

XS
SM
MD
LG