د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

د ملي وفاق ګوند: حکومت د انتخاباتي بهیر په پېچلي کولو کې لاس لري


د ملي وفاق ګوند رئیس او د ولسمشریزو انتخاباتو احتمالي نوماند احمد ولي مسعود په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال
د ملي وفاق ګوند رئیس او د ولسمشریزو انتخاباتو احتمالي نوماند احمد ولي مسعود په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

په ولسمشريزو انتخاباتو کې ځنډ د يو شمېر سیاسي ګوندونو او څارونکو تُند غبرګونونه پارولي دي.

يو شمېر سیاسي ګوندونه او څارونکي په ولسمشریزو انتخاباتو کې ځنډ د حکومت له‌خوا د دغو ټاکنو د مهندسي کولو هڅه او دغه پرېکړه د انتخاباتو د قانون او ولسواکۍ خلاف عمل بولي.

دغه ګوندونه که څه هم دغه پرېکړه:

  • د قانون تر پښو لاندې کول.
  • د حکومت له‌خوا د ولسمشریزو انتخاباتو مهندسي کول.
  • او د کمېسیون ناتواني بولي، خو ټينګار کوي چې د انتخاباتو د ترسره کېدو دقیقه نېټه باید پرته له ځنډه اعلان شي.

د ملي وفاق ګوند رئیس او د ولسمشریزو انتخاباتو احتمالي نوماند احمد ولي مسعود د انتخاباتو د ځنډ په غبرګون کې يوې جوړې شوې غونډې ته په کابل کې وویل چې په انتخاباتو کې د ځنډ پرېکړه د اصلاحاتو لپاره نه، بلکې په‌دغه بهیر کې د حکومت د لاس‌بري لپاره شوې ده.

نوموړي وویل:

"په تېرو پنځو کلونو کې حکومت اصلاحاتو ته کافي وخت درلود، په همدې بنسټ ښکاري چې حکومت د دغه بهیر په پېچلي کولو کې لاس لري او زموږ غوښتنه دا ده چې دغه بهیر نور پېچلی نه‌کړي، هېواد باید د انتخاباتي ناورین سره مخ نه‌شي او حکومت ورڅخه د ځان په ګټه استفاده ونه‌کړي.​"

د دغو ګوندونو په خبره، حکومتي صلاحیتونه باید محدود شي، څو د قانوني خلاوو څخه ناوړه استفاده ونه‌کړي، دا شان په انتخاباتي کمېسیونونو کې پراخ اصلاحات هغه نور وړاندیزونه دي چې دغه ګوندونه‌یې مطرح کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی و چې د جمهوري ریاست او غزني ولایت پارلماني ټاکنې د حمل په ۳۱مه او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات په ځنډ سره ترسره کوي.

خو دوه ورځې وړاندې دغه کمېسیون اعلان وکړ چې دغه ټول انتخابات يوځای د چنګاښ په ۲۹مه نېټه ترسره کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په‌خپله پرېکړه کې د بدلون لامل، د شته ستونزو له‌منځه وړل، په کمېسیون کې د اصلاحاتو راوستل او په ښه توګه د انتخاباتو بهیر ترسره کول ښيي.

آرشیف، د افغانستان د خلکو د محور ګوند غړی داوود علي نجفي
آرشیف، د افغانستان د خلکو د محور ګوند غړی داوود علي نجفي

بل‌خوا د افغانستان د خلکو د محور ګوند غړي داوود علي نجفي په‌دې اړه په کابل کې يوې بلې غونډې ته وویل چې د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه د کمېسیون نوره بې‌غوري انتخابات له ناورین سره مخ کوي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا دا انتقادونه ردوي او وايي چې ټولې خواوې باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړو ته درناوی وکړي.​

ارشیف، د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي:

"حکومت د انتخاباتي کمېسیونونو خپلواکۍ ته درناوی لري، د انتخاباتو د مهال‌وېش اعلانول د کمېسیون له صلاحیتونو څخه دي، د کومو دلایلو له امله چې کمېسیون د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه ځنډولې، حکومت‌یې هرکلی کوي."

په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ځنډ په اړه د سیاسي ګوندونو او څارونکو له‌خوا دا انتقادونه په‌داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر يا یوناما د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې له ځنډه هرکلی کړی او د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې یې د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتنه کړې.

خو دغو نیوکو او وړاندیزونو ته د کمېسیون ځواب څه دی؟​ارشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات وايي:

​"په‌دې اړه د سیاسي مشرانو، د نړیوالې ټولنې له استازو، حکومت او نورو دخیلو بنسټونو سره مشوره شوې او له هغه وروسته د راتلونکي کال د چنګاښ په ۲۹مه د انتخاباتو د ورځې په توګه اعلان شوې."

که څه هم ښاغلی سادات په انتخاباتو کې د ځنډ په اړه د سیاسي ګوندونو سره د مشورې خبره کوي، خو د سیاسي ګوندونو استازي وايي چې له دوی سره په دې اړه هېڅ ډول مشوره نه‌ده شوې.

د ده په خبره، کمېسیون د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره زیاتې تیارۍ نیولي او تر دې مهاله ۶۷ تنو په ولسمشریزو انتخاباتو کې د نوماندېدو لپاره له دوی څخه معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG