د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

سپېدار: د افغان سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع د لاقوي کېدو په حال کې ده


د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ودانۍ (سپېدار ماڼۍ)
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ودانۍ (سپېدار ماڼۍ)

د افغان حکومت اجرائیه ریاست د طالب استازو او ایراني چارواکو ترمنځ وروستۍ لیدنې ته په اشارې سره وايي چې د افغان سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع د لاقوي کېدو په حال کې ده.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، په تهران کې د ایراني چارواکو او طالب استازو ترمنځ لیدنه د هغو سیمه‌ییزو هڅو یوه برخه ده چې په ترڅ کې يې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابرېږي.

د اجرئیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۱» ازادي راډيو ته وویل، د افغان سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع د قوي کېدو په حال کې ده او افغان حکومت د ټولو هغو هلو ځلو هرکلی کوي چې له مخې يې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته هڅول کېږي.

د افغانستان د اجرئیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د اجرئیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

ده زیاته کړه:

"د افغان سولې په اړه خوشبختانه سیمه‌ییزه اجماع د لاقوي کېدو په حال کې ده، ایران هم په همدې هدف خپلې هڅې تېزې کړي او له افغان حکومت سره خپلې ټولې هڅې شریکوي، ایران کوښښ کوي چې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو اترو ته زمینه برابره کړي، موږ له دې هڅو هرکلی کوو."

ښاغلی خوځون وايي، افغان حکومت هیله‌مند دی چې د وسله‌والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د پیلېدو په برخه کې به د ایران هڅې مثبته نتیجه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ طالب استازو په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره ولیدل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي تېره ورځ په تهران کې خبریالانو ته وویل چې طالب استازو د ایران د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر عباس عراقچي سره په هر اړخیزو مسایلو خبرې کړې دي.

وسله‌والو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه لیدنه تأييد کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو یوه پلاوي په افغانستان کې د دوی په وینا د اشغال له پای ته رسېدو وروسته افغانستان او سیمې ته د سولې او امن د اعادې په اړه له ایران سره خپل نظریات شریک کړل.

له دې مخکې کابل ته تېره اوونۍ د ایران د ملي امینت سلاکار علي شمخاني هم له افغان چارواکو سره په خبرو کې تأیید کړه چې د طالبانو له استازو سره‌یې خبرې کړې او دغو خبرو ته به دوام ورکړي.

د ایران د ملي امینت سلاکار علي شمخاني
د ایران د ملي امینت سلاکار علي شمخاني

په وروستیو کې د افغان سولې په برخه کې هلې ځلې تر بل هر وخت تېزې شوې دي.

په ابوظبي کې د افغان سولې په اړه ناسته او د سیمې هېوادونو ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد مسلسل سفرونه هغه څه دي چې په کور دننه‌يې سولې ته د افغانانو هیلې زیاتې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په روسیه کې د طالب استازو او د سیمې د یو شمېر هېوادونو ترمنځ ګډه ناسته هم ترسره شوه چې افغان حکومت ته په‌کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو افغان حکومت په‌کې په رسیمي ډول برخه وانه‌خیسته.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې افغان حکومت د روسیې په ناسته کې برخه وانه‌خیسته او د ایران هلې ځلې د هرکلي وړ بولي؟

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وايي، دواړه ناستې توپیر لري.

نوموړی وايي، د روسیې په ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د افغان سولې په اړه یوازې نظریات شریکېدل، خو د ایران او تهران په لیدنه کې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته هڅول کېږي.

ټاکل شوې چې روانه میاشت په جده کې هم د افغان سولې په اړه ناسته ترسره شي، د دغې ناستې دقیقه نېټه نه‌ده په ډاګه شوې، خو ویل شوي چې د پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا او طالبانو استازي به په‌کې برخه واخلي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي د ایران او طالب استازو ناستې ته خوشبین دي او وايي چې افغان حکومت باید له رامنځته شوي فرصته سمه ګټه واخلي.​

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی ګل پاچا مجیدي

د دغه کمېسیون غړي ګل پاچا مجیدي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"اوس دا هر څه ښکاره شول چې دوی په طالبانو برلاسي دي او هغه وسلي چې له طالبانو سره نیول شوې وې هم رښتیا دي، دا چې اوس ایران دا هر څه علني کوي، دا معنی ورکوي چې دوی په افغانستان کې د سولې او سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او دا خبر د افغانستان د سولې لپاره ډېر مهم دی."

ښاغلی مجیدي وايي، که څه هم له دغه ډول ناستو به ګاونډي هېوادونه هم د ځان په ګټه استفاده وکړي، خو نوموړی وايي اوس د افغان حکومت په ښه مدیریت پورې اړه لري چې څنګه کولای شي چې دغه ډول اړیکې د ځان په ګټه وڅرخوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG