د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

د سولې شورا: د جدې ناسته د افغان حکومت لپاره د سولې په برخه کې يوه نوې هیله ده


آرشیف، د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم
آرشیف، د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم

د افغانستان، پاکستان، امریکا او طالبانو استازي داځل په جده کې ناسته کوي.

د جدې ناستې يو ځل بیا د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره د افغانستان د سولې د عالي شورا هیلې راټوکولي او دغه شورا ټینګار کوي چې دغه ناسته د افغانستان د حکومت لپاره د سولې په برخه کې يوه نوې هیله ده.

د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې په اړه دغه ناسته راتلونکې اوونۍ په جدې ښار کې ترسره کېږي.

ښاغلی سلیم وايي، د دغې ناستې هدف د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول او په دې بهیر کې د شته ستونزو له منځه وړل دي.

د ده په خبره، د جدې په ناسته کې به طالب استازي هم يو لړ مسایل د بحث لپاره مطرح کړي.

ده وویل:

"هیله لرم دغه ناسته چې د ابوظبۍ د ناستې په دوام ترسره کېږي، په کې د يو لړ پرمختګونو شاهدان واوسو، ځکه طالبانو هم ژمنه کړې وه چې د نا حل شویو مواردو په اړه له رهبرۍ سره خبرې کوي، نو د جدي په ناسته کې به يو لړ ښه پرمختګونه ولرو."

د سولې د عالي شورا په خبره، د جدې ناسته د ابوظبۍ د غونډې په دوام ترسره کېږي چې په کې به د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او د افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او طالبانو استازي هم ګډون کوي.

دغه شورا وايي، داسې هیلې شته چې د جدې ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لار هواره کړي، خو دا چې دغه ناسته د راتلونکې اوونۍ په کومه ورځ ترسره کېږي، په دې اړه څه نه وايي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې په اړه په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبۍ له ناستې څه باندې يوه اوونۍ تېرېږي.

په دغه ناسته کې د افغانسان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او يو شمېر نورو امریکايي چارواکو په ګډون، د پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د سولې د عالي شورا يوه پلاوي ګډون کړی و.

که څه د افغان حکومت اجرائیه ریاست او د سولې عالي شورا هغه مهال هیله ښودلې وه چې د دغې ناستې په دوهمه ورځ به طالب پلاوی د افغان حکومت له استازو سره خبرې وکړي، خو طالب استازو له دغه پلاوي سره و نه کتل.

د ابوظبۍ د ناستې په درېیمه او وروستۍ ورځ هم د افغان پلاوي هڅې بې نتیجې وې چې افغان حکومت یې د طالب پلاوي د دغې کړنې په وړاندې کلک غبرګون ته اړ کړ او ولسمشرۍ ماڼې د يوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې طالب پلاوي په دغه ناسته کې د دوی د توقع خلاف عمل وکړ او دا يې وښوده چې د سولې خبرو ته ژمن نه دي او د جګړې دوام غواړي چې دغه چاره به طالبان سیاسي ماتې سره مخ کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون په دې باور دی چې د جدې ناسته به لاسته راوړنې ولري، خو په دې شرط چې افغان حکومت دغه ناسته ښه مدیریت کړي او د خبرو اترو لپاره يو قوي پلاوی هلته ولېږي.

ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې غړي د دغې جرګې په عمومي ناسته کې
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې غړي د دغې جرګې په عمومي ناسته کې

د دغه کمېسیون يو غړی سید علي کاظمي وايي:

"د دې غونډې مدیریت او د ټولو خواوو يو ځای کول، د حکومت په غاړه دي، موږ باید له حکومت سره همکاري وکړو، خو په دې شرط چې حکومت د ملي اجماع د رامنځته کولو لپاره د سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو سره خپلې هڅې منسجمې کړي، موږ باید د دغې ناستې پایلو ته هیله مند واوسو او په منفي نظر ورته و نه ګورو."

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا يو ځل بیا په دې برخه کې د پاکستان په رښتینې همکارۍ ټینګار کوي او وايي چې تر دې مهاله په دغه بهیر کې د دغه هېواد له خوا هېڅ ډول رښتینی اقدام نه دی شوی، هغه څه چې سیاسي کارپوهان یې د افغانستان د سولې په وړاندې لوی خنډ بولي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ودیر صافی د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان مغرضانه سیاست ته په اشارې سره وايي چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې امریکا په پاکستان فشارونه او بندیزونه زیات کړي، څو د افغانستان د سولې په اړه روانې هڅې او ناستې نتیجه ورکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG