د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

مک‌کرېسټال: د ځواکونو کمښت به د سولې خبرې او د کابل-واشنګټن اړيکې زيانمنې کړي


د امريکا متقاعد جنرال سټنلي مک‌کرېسټال
د امريکا متقاعد جنرال سټنلي مک‌کرېسټال

د امريکا متقاعد جنرال سټنلي مک‌کرېسټال «Stanley McChrystal» وايي، له افغانستانه د زيات شمېر امريکايي سرتېرو ايستل به له طالبانو سره د سولې مذاکرې زيانمنې کړي.

ښاغلي مک‌کرېسټال چې په افغانستان کې يې هم د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه دنده ترسره کړې، پرون د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۹» له «ABC» ټلوېزيون سره په مرکه کې وويل:

"فکر کوم د ولسمشر په خپاره شوي لارښود کې لويه تېروتنه دا ده په داسې حال کې چې هڅه کوو له طالبانو سره مذاکرو ته کېنوو، دى اساساً زموږ د قدرت او نفوذ د اعمال له تر ټولو غټ ټکي څخه لاس اخلي. که تاسې طالبانو ته واياست چې په‌دغه نېټه کاملاً وځو، يوې موافقې ته د رسېدو لپاره د دوى انګېزه په ډراماتيکه توګه راکمېږي."

له افغانستانه د زيات شمېر امريکايي سرتېرو وتل به د سولې خبرې زيانمنې کړي؟

امريکايي رسنيو له نن څخه ١١ ورځې مخکې راپور ورکړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د دېره ١٤٠٠٠ امريکايي سرتېرو د شمېر پر کمولو غور کوي.

د امريکا دفاع وزارت د دغو راپورونو په اړه له تبصرې کولو دډه کړې ده، خو دا راپورونه وروسته له هغې خپرېږي چې د امريکا ولسمشر له سوريې څخه د ټولو امريکايي سرتېرو د وتلو اعلان وکړ.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر دې پرېکړې د امريکا پخوانيو چارواکو، دغه‌راز د کانګرس جمهوريت غوښتونکو او ډموکراتانو انتقادونه وکړل.

د افغانستان پوځي چارواکو خبردارى ورکړى چې له دغه هېواده د ډېر شمېر امريکايي پوځيانو وتل به افغان ځواکونه چې په کافي اندازه مجهز او روزل شوي نه‌دي په خطر کې واچوي.

جنرال مک‌کرېسټال وويل، په‌داسې حال کې چې امريکايي چارواکي هڅه کوي، طالبان مذاکرو ته وهڅوي، له افغانستانه د امريکايي سرتېرو ايستل به د کابل او واشنګټن اړيکې زيانمنې کړي.

سټنلي مک‌کرېسټال: له افغانستانه د امريکايي سرتېرو ايستل به د کابل او واشنګټن اړيکې زيانمنې کړي.
سټنلي مک‌کرېسټال: له افغانستانه د امريکايي سرتېرو ايستل به د کابل او واشنګټن اړيکې زيانمنې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"البته زه د افغانانو هغه اعتماد ته هم اندېښنه لرم چې پر موږ يې کړى و، ځکه بالاخره به دغه اعتماد دا ټاکي چې په افغانستان کې څوک ګټونکي دي. موږ احتمالاً دوى او د دوى دې باور ته ټکان ورکړى چې ګواکې موږ داسې متحدان يو چې راباندې حساب کېداى شي."

جنرال سټنلي مک‌کرېسټال چې د امريکا په پوځ کې ٣٤ کلنه کاري تجربه لري، له ٢٠٠٣ میلادي کال څخه تر ٢٠٠٨ میلادي کاله پورې په افغانستان کې د ګډو ځانګړو عملياتو د قوماندانۍ مشر و.

دى وروسته په ٢٠٠٩ میلادي کال کې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قوماندان شو.

XS
SM
MD
LG