د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

واشنګټن پوسټ: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو اندېښنې زیاتې کړي


ارشیف/ په کابل کې کاناډايي ځواکونه یوې هلیکوپټرې ته د پورته کېدو په حال کې
ارشیف/ په کابل کې کاناډايي ځواکونه یوې هلیکوپټرې ته د پورته کېدو په حال کې
  • ډېلي مېل

بریتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان د مهمو امنیتي ارګانونو لپاره د نویو کسانو د ټاکلو مسئلې ته پام اړولی او لیکي:

افغان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو وزیرانو په توګه وټاکل.

د ورځپاڼې په وینا دوی دواړه چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې پخواني رئیسان دي، سخت د طالبانو ضد دي.

دواړه خالد او صالح دغه‌راز د پاکستان له سختو منتقدینو هم ګڼل کېږي.

  • واشنګټن پوسټ

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو اندېښنې زیاتې کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلي چې دا اوونۍ په افغانستان کې د امریکا ۱۷ کلنې جګړې نوې بڼه غوره کړه چې کله ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې هېواده د اوو زرو امریکایي سرتېرو د وتلو امر وکړ.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضوره راضي نه‌و او ویلي و چې په دې هېواد کې د جګړې د ګټلو لپاره واضح ستراتېژي نه‌شته او پوځي او مالي هڅې او لګښتونه مو بې‌ځایه دي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي:

د سپینې ماڼۍ له دې اعلان څخه وروسته د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د دوام ملاتړی و، له خپلې دندې استعفا وکړه.

واشنګټن پوسټ په‌دې اړه چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل به د دې هېواد پر روان وضعیت څه اغېز وکړي د درېیو دلایلو یادونه کړې:

  • له طالبانو سره‌یې د سولې پر خبرو اغېز: د لیکوال په باور د دې خطر شته چې له طالبانو سره د متحده ایالاتو د سولې بهیر زیانمن شي او د ټرمپ د ادارې لپاره به ډېره ګرانه وي چې د خپلو شرایطو سره سم له دې هېواده ووځي.
  • بل دا چې د ځواکونو له وتلو سره به ایا د افغانستان سیاسي جغرافیه له سره تنظیم او په‌دې هېواد کې به بیا کورنۍ جګړې پیل نه‌شي؟
  • له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به د القاعده په څېر سخت دریځې ډلې بیا پیاوړې نه‌شي؟

د واشنګټن پوسټ په لیکنه د امریکا حکومت ویلي القاعده تر اوسه په افغانستان کې پیاوړې ده.

واشنګټن پوسټ په‌دې اړه په یوه بل مطلب کې لیکلي چې د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه چې له افغانستان او سوریې څخه ځواکونه باسي، پر ځای پرېکړه ده.

د ورځپاڼې په لیکنه که څه هم په کانګرس کې ډموکراتانو پر دې پرېکړې سخت انتقادونه کړي، خو بدیله طرحه‌یې نه‌ده وړاندې کړې.

د واشنګټن پوسټ په وینا موږ باید د ولسمشر ټرمپ د دې پرېکړې هرکلی وکړو، خو پر هغه باید فشار راوړو چې داسې ټیم وګوماري چې په سمه توګه له دواړو هېوادونو د ځواکونو د وتلو پلان عملي کړي.

XS
SM
MD
LG