د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د ولسمشریزو ټاکنو نامعلوم برخلیک او د یو شمېر ګوندونو اندېښنې!


په بامیان کې یو تن رایه ورکوونکی
په بامیان کې یو تن رایه ورکوونکی

د افغانستان یو شمېر ګوندونه او سیاسي جریانونه د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نامعلوم برخلیک اندېښمن کړي او د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د اصلاحاتو غوښتنه:

  • په کمېسیون کې د یو منظم پلان نه موجودیت.
  • د ولسمشریزو انتخاباتو د نېټې نامعلوم برخلیک.
  • د کاندیدانو د انتخاباتي ټکټونو نه بشپړېدل

او د وسله‌والو طالبانو سره د سولې مسئله هغه عوامل دي چې د سیاسي ګوندونو او جریانونو په وینا تراوسه هېڅ‌چا هم ولسمشریزو انتخاباتو ته نوم‌لېکنه نه ده کړې.

د افغانستان د نوې ملي جبهې ویاند وحیدالله غازي‌خېل
د افغانستان د نوې ملي جبهې ویاند وحیدالله غازي‌خېل

​د افغانستان د نوې ملي جبهې ویاند وحیدالله غازي‌خېل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۹» ازادي راډيو ته وویل:

"څو عوامل موجود دي:

  • یو دا چې د سولې مسئله په تېزۍ روانه ده.
  • بله مسئله په کمېسیون کې د اصلاحاتو مسئله ده.
  • دې رهبرۍ د ولسي جرګې انتخابات ښه ونه‌شول کړای، نو اوس یو انتقاد دا هم دی چې له یوې خوا حکومت بې پروا دی او له بلې‌خوا یوناما هم اعلان وکړ چې له کمېسیون سره مالي مرسته نه‌کوي ځکه چې دوی وايي، کمېسیون ظرفیت نه‌لري نو دا څو عوامل دي چې دا پروسه يې له ځنډ سره مخ کړې ده."

د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا بیا وايي، دا چې تردې دمه هېڅ‌چا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان نه‌دی نوماند کړی دلیل يې دا دی چې سیاسیون د انتخاباتو په کمېسیون باور نه لري او په کمېسیون کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا
د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا

نوموړی وايي:

"دا کمېسیون د باور وړ نه‌دی، په کمېسیون کې باید پراخ اصلاحات رامنځته شي او د همدغه اصلاحاتو پر بنسټ باید له کمېسیونه سیاسي احزاب، سیاسي ائتلافونو او مدني ټولنې ملاتړ وکړي ځکه دلته هېڅ شفاف نه‌دي."

سره له‌دې چې لا هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو په نېټه بحثونه دوام لري د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د یوې مېرمنې په ګډون ۵۸ کسانو د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کاندېدېدو معلوماتي بکسې ترلاسه کړي دي.

د ولسمشرې انتخاباتو لپاره د نوماندانو د نوم‌لېکنې پروسه جدي په لومړۍ نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۱۲مې دوام لري.

په ورته وخت کې د افغانستان پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه د انتخاباتو له کمېسیونه غواړي چې خلکو ته له دوکې ورکولو لاس واخلي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل:

"زه د انتخاباتو له کمېسیونه غواړم چې له خلکو سره دې د دوکې او فریب وضعیت نور پرېږدي، اول خو باید دا ومني چې انتخابات ځنډیلي، کله چې انتخابات ځنډيږي حتمي پر مهالویش هم تأثیر لري او د نوم‌لیکنې پروسه هم د همدې مسئلې جز دی."

د افغانستان سیاسي ګوندونه او جریانونه وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د یو منظم پلان او نامعلوم برخلیک دوی په دې کمېسیون بې اعتباره کړي او د دوی په وینا حکومت باید ژر د کمېسیون د رهبرۍ په اړه پرېکړه وکړي.

ازادي راډیو وغوښتل په‌دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولري، خو بریالۍ نه شوه.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون که څه هم یو شمېر ستونزې مني، خو تینګار کوي چې د ټولو مسایلو سره يې بې پرۍ او عادلانه چلند کړی، څو يې کارونه او شفافیت تر سوال لاندې رانه شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG