د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۵

هېواد: دا به ډېره بې انصافي وي چې د سولې په تمه ستر لومړیتوبونه پرېښودل شي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په دې منځ کې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د احتمالي ځنډ په اړه هم لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپانې د خپلې نننۍ ګڼې د سر په مطلب کې لیکلي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډ په اړه پرېکړه لا ورستۍ شوې نه ده.

په مطلب کې راغلي چې ټاکل شوې وه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو نوې نېټه رسماً اعلان کړي، خو د دغه کمېسیون ویندویانو رسنیو ته ویلي چې په دې اړه پرېکړه لا ورستۍ شوې نه ده.

په دې اړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په حواله راغلي چې له سیاسي ګوندونو، د انتخاباتو د څار له بنسټونو، مدني ټولنو، حکومت او نړیوالې ټولنې سره د موضوع پر سر خبرې او مشورې روانې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، ګوندونو، انتخاباتي اړوندو بنسټونو او د ولسمشرۍ نوماندانو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نېټې ځنډول غندلي او دا یې د حکومت مداخله او د انتخاباتو د مهندسي کولو یوه هڅه بللې ده.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې ګوندونه د انتخاباتو د ځنډولو په غبرګون کې وايي چې دا د اساسي قانون خلاف عمل دی.

انتخاباتي بنسټونه یې لامل د انتخاباتي کمېسیونونو مدیریتي کمزوري ګڼي او نوماندان دا د انتخاباتو د مهندسي کولو او د درغلیو د پیل اقدام بولي.

ورځپاڼه لیکي، ځيني دا هم وايي چې دغه ځنډ د سولې د پروسې لپاره د فرصت ورکول دي.

د ویسا په باور، له کومې ورځې چې انتخاباتي کمېسیونونه د شریک حکومت پنځوس سلنه ونډې ته په پام جوړ شول، له همغې ورځې باید ټول په دې پوهېدلي وای چې نور د شفافو او نسبتاً عادلانه انتخاباتو کیسه ختمه ده.

ورځپاڼه ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره باید نوماندان تر هر څه لومړی د انتخاباتي کمیسیونونو اصلاح ته پام وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې په خپله سر مقاله کې لیکلي، په کور دننه او بهر په تېره بیا په لوېدیځ کې، داسې اوازې دي چې ګوندې د سولې لپاره ولسمشریزې ټاکنې ځنډېږي، خو ورځپاڼه لیکي، دا تضمین څوک نه شي ورکولای چې له ولسمشریزو تاکنو مخ کې دې سوله راشي.

هېواد لیکلي، دا به ډېره بې انصافي وي چې د سولې په تمه ستر لومړیتوبونه پرېښودل شي او له دښمن سره دې بیا هم د سولې په تمه وخت ضایع شي.

په سرمقاله کې راغلي، ښايي د ټاکنو ځڼډولو ته نورې ډېرې پلمې هم ولټول شي، خو د حمل ۳۱مه د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره قانوني نېټه ده چې حکومت پرې ټینګار لري او په دې کې نړیوال ملاتړ هم له ځانه سره لري.

XS
SM
MD
LG