د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۴

د څار بنسټونه: که د انتخاباتو د ځنډېدو احتمال د اصلاحاتو لپاره وي ښه خبر دی


پر انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه وایي، که د انتخاباتو د ځنډېدو احتمال د اصلاحاتو لپاره وي، ښه خبر دی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري د دغه هېواد د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډېدو د احتمال په اړه تر څرګندونو وروسته، پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وایي، د اصلاحاتو لپاره په‌دغو ټاکنو کې ځنډ یوه حتمي خبره وه.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ دا هم وایي، که له دې ځنډ وروسته بیا هم په انتخاباتو کې د روڼ‌والي د نشتوالي په تړاو خلکو اندېښنې شریکې کړې، په‌دې صورت کې د قانون د نقض سربېره د هېواد د عزت موضوع هم مطرح کېدلی شي.​

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۶» له ازادي راډيو سره په خبرو کې په‌دې اړه وویل:

"که دا ځنډ بیا هم بې‌پلانه وي، له بده‌مرغه سره له دې چې اساسي قانون به نقض شي، پایلې به‌یې بیا هم د افغانستان او د خلکو عزت او ابرو ته سخت تمام شي، خو که ورته پلان جوړ شوی وي او متخصص، مدیر او صادق خلک دې کمېسیون ته راشي، ان‌شاءالله چې یو ښه خبر به وي او حداقل موږ کولای شو چې له ټاکنو وروسته داسې جنجالونه چې څوک‌یې نتیجه مني او څوک‌یې نه‌مني، ونه‌لرو."

ښاغلي رشید وویل چې د افغانستان حکومت او خلک نه‌شي کولای، په پټو سترګو او مرموز ډول ولسمشریزو انتخاباتو ته ولاړ شي، داسې ټاکنو ته چې زیات ارزښت لري.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره ورځ ویلي چې ولسمشریز انتخابات ممکن د حمل له ۳۱مې نېټې دوه نیمې میاشتې وروسته ترسره شي.

له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلونکي کال د حمل د ۳۱مې نېټې د ټاکنو ورځ اعلان کړې وه او ویلي یې و چې ۷۰ سلنه‌یې ورته چمتووالی نیولی دی.

همداراز له پنځو ورځو راپه‌دېخوا د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د نوماندانو د نوم‌لیکنې لړۍ پیل شوې ده چې تر دې دمه ۵۰ کسانو د نوماندۍ لپاره معلوماتي کڅوړې د انتخاباتو له کمېسیونه ترلاسه کړې دي، خو چا نوم‌لیکنه نه‌ده کړې.

سره له دې چې تېره ورځ دغه کمېسیون وویل چې په انتخاباتو کې د دخیلو اړخونو تر څنګ له نړیوالې ټولنې، سیاسیونو او حکومت سره‌یې سلا مشورې کړي او د پنجشنبې په ورځ به دغه نېټه رسماً اعلان شي، خو د انتخاباتو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل چې ممکن راتلونکې اوونۍ دغه نېټه په ډاګه شي.

د انتخاباتو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي
د انتخاباتو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي

نوموړي وویل:

"د دې لپاره چې موږ د میزان د ۲۸مې نېټې له انتخاباتو ښې تجربې اخیستې وي او په څو برخو کې اصلاحات رامنځته کړو او دغه‌راز تېرې ستونزې په راتلونکي کې تکرار نه‌شي، په اړه‌یې بحثونه روان دي. د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې به موږ د انتخاباتي شریکانو په حضور کې پرېکړه وکړو."

خو دا چې ایا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د نېټې د ځنډېدو په اړه د هېواد اساسي قانون نقض کېږي او که نه؟

د حقوقي چارو کارپوه ودیر صافی وایي، په هغه صورت کې چې د انتخاباتو کمېسیون د ځنډېدو لپاره مؤجه دلایل ولري، د انتخاباتو د ترسره کېدو په نېټه کې ځنډ او بدلون کومه ستونزه نه‌ده.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG