د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د سولې شورا د سولې په پروسه کې د ګاونډیو هېوادونو همغږی رول ارزښتمن ګني


د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان د ګاونډیانو همغږې همکاري د دغه هېواد د سولې په پروسه کې اغېزمنه تمامېدلای شي.

طالبانو سره د خبرو په اړه د ایراني چارواکو د څرګندونو او د افغانستان په سوله کې د ګاونديو هېوادونو ګټو ته د پام په اړه د روسیې له غوښتنو سره هم‌مهاله د سولې عالي شورا وايي، په افغانستان کې سوله د سیمې او د ټولو هېوادونو په ګټه ده.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۶» وايي، دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې د ګاونډیو هېوادونو همغږی رول ارزښتمن ګني او ورنه هرکلی کوي.

د سولې عالي شورا نېښان
د سولې عالي شورا نېښان

ښاغلي طاهري په‌دې اړه د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۶» ازادي راډیو ته وویل:

"بې له شکه چې د افغانستان ګټې د سیمې د هېوادونو په ګټو پورې تړلي او د سیمې د هېوادونو ګټې د افغانستان په سولې او ثبات پورې، هر هغه هېواد چې افغان حکومت سره د طالبانو د سولې د خبرو لپاره رغنده او هڅوونکی اقدام وکړي، موږ ورنه هرکلی کوو."

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې له طالبانو سره د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د څو ځله کتنې څخه وروسته تازه ایراني چارواکو هم ویلي چې له طالب استازو سره‌یې کتلي دي.

تسنیم د ایران نیمه دولتي خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۵» افغان چارواکو سره د هغه هېواد د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني تر کتنې وروسته راپور خبر ورکړ چې افغان چارواکي له دغو خبرو خبر دي او دا لړۍ به روانه وي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۵» خبریالانو ته ویلي چې مسکو له افغانستانه د امریکا له‌خوا د نیمو ځواکونو د احتمالي ایستلو د موضوع هرکلی کړی او دا کار به د دغه هېواد د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په مسکو کې د کتنې پر مهال ویلي چې د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

خو نوموړي ټینګار کړی چې مسکو او اسلام‌اباد غواړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ټولو ګاونديو هېوادونو ګټو ته پام وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته هم په خپل وروستي سفر کې د افغانستان د سولې د پروسې په برخه کې د همکارۍ او افغان حکومت سره خبرو ته د طالبانو د هڅولو ډاډ ورکړی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون رئیس زمرک پادخوابي وايي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان، روسیه او ایران د دغه هېواد په قضایاوو کې ښکېل دي.

ښاغلی پادخوابي ټینګار کوي چې که دغه هېوادونه وغواړي د افغانستان د سولې په برخه کې اغېزمن رول لوبولی شي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون رئیس زمرک پادخوابي د ارګ په یوه غونډه کې
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون رئیس زمرک پادخوابي د ارګ په یوه غونډه کې

نوموړی زیاتوي:

"دا هېوادونه د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي او له طالبانو سره‌یې هم په یو ډول همکاري کړې، که دوی وغواړي چې رښتینې همکاري وکړي، د افغانستان د سولې په خبرو مثبت اغېز لري."

ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې بل پړاو خبرې په نږدې راتلونکي کې «جنوري میاشت» په سعودي عربستان کې پیل شي.

په ورته وخت کې مسکو هم ویلي چې د افغانستان د سولې په برخه کې د یوې بلې ناستې کوربه‌توب ته هم تیاری نیسي.

افغان حکومت مخکې تر دې د افغانستان د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اوس د سیمې او ګاونديو هېوادونو دا درک کړې چې په افغانستان کې امن او ثبات د دوی په ګټه هم دی.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG