د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز وايي، په افغانستان کې یې د هېواد پوځي مأموریت هماسې چې پلان شوی دوام کوي.
د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جوزف ډانفورد د دوشنبې په ورځ سلګونه امریکايي سرتېرو ته د رخصتۍ د لمانځلو په مراسمو کې وویل، د افغانستان مأموریت به له پلان سره سم دوام وکړي.
نوموړي چې کابل ته نږدې په یوه پوځي اډه کې خبرې کولې د خپل هېواد سرتېرو ته وویل:
"شااوخوا بېلابېلې اوازې خپرېږي، خو هغه مأموریت چې تاسو یې نن لرئ کټ مټ هماغه مأموریت دی چې تاسو پرون درلود."
په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د ولسمشر ټرمپ ادارې پنټاګون ته ویلي، څو له افغانستانه د شااوخوا اووه زره سرتېرو د ایستلو پلان چمتو کړي، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوړپوړي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د یکشنبې په ورځ سیمهییزو رسنیو ته وویل، د سرتېرو د ایستلو کوم امر دوی ته تر اوسه نهدی رسېدلی.
د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد خپله هم په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د مېشتو نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه دنده ترسره کړې.
د سټارز اېنډ سټرایپس خپرونې د راپور له مخې د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز په افغانستان کې مېشتو سرتېرو ته وویل:
"ډاډمنه به کړي چې که کوم بدلون راځي، په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال مېلر به پرې سمدستي خبر شي چې څه پېښېږي."
نوموړي امریکايي سرتېرو ته وویل:
"دمګړۍ تاسو امریکايي سرتېري یئ، تاسو یو مأموریت لرئ او هغې مأموریت ته دوام ورکړئ."
ډانفورد په افغانستان کې د خپلو پوځیانو سره، د سرتېرو لپاره د کرېسمس په مناسبت په یو لړ تفریحي مراسمو کې کتلي.
بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال جنرال مراد علي مراد هم ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د امریکايي سرتېرو د حضور په اړه پرېکړه د امریکا د حکومت په پالېسۍ پورې اړه لري، خو د نوموړي په وینا تر اوسه پهدې برخه کې کومه نهايي پرېکړه نهده شوې.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال جنرال مراد علي مراد
ښاغلي مراد زیاته کړه:
"اصلاً دا پرېکړه د امریکا د دولت په پالېسۍ پورې تړلې ده، خو هغه امنیتي تړون چې د امریکا او افغانستان ترمنځ شته، هغه په خپل قوت پاتې دی او تر اوسه په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف د ځواکونو د مأموریت په کیفیت او کمیت کې کوم بدلون نهدی راغلی."
جنرال مراد علي مراد سره له دې چې ویېویل، د افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه کومه وروستۍ پرېکړه نهده شوې، زیاتهیې کړه که امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي هم، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلې خاورې او ارزښتونو دفاع کولای شي او په دې برخه کې دوی کومه اندېښنه نهلري.