افغان چارواکي وايي چې په تېرو ۱۰ ورځو کې افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دوهم ځل راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو نښه ده.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۳» له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او مسایلو، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او د بینالافغاني مذاکراتو د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د افغان سولې په برخه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو همکاري هم مهمه وبلل شوه.
ښاغلي قریشي د دوشنبې په ورځ له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاحالدین رباني سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د سولې لپاره به خپلې وروستۍ هلې ځلې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغتالله احمدي په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې کتنه کې ښاغلي قریشي دا وار په سیمهییزه کچه په افغانستان کې د سولې په تړاو پر مسؤلیت اخسیتنې ټینګار وکړ.
ده وویل:
"یو مورد چې دا وار پرې پاکستان زیات ټینګار وکړ، د سیمې په کچه د افغانستان د سولې لپاره د مسؤلیت اخیستلو مسئله وه او د پاکستان نوي حکومت د افغانستان په کورنیو چارو کې د نهلاسوهنې په ژمنې ټینګار وکړ او موږ هیلهمند یوو چې دا وار پاکستان په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي."
ښاغلي صبغتالله احمدي دا هم وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدا شان ژمنه وکړه چې وسلهوال طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته کېنوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغتالله احمدي وویل، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به له دې وروسته د سیمې هېوادونو، روسيې، ایران او چین ته هم د افغان سولې په اړه سفرونه وکړي، خو د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، ښاغلی قریشي له کابله وروسته تهران ته روان شوی دی.
دا په تېرو ۱۰ ورځو کې کابل ته د ښاغلي قریشي دوهم سفر دي.
ښاغلي قریشي تر دې مخکې د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه هم د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په نړیواله کچه د وسلهوالو طالبانو په ملاتړ او د افغان سولې په برخه کې د رښتینې همکارۍ په نهلرلو تورن دی.
خو د پاکستان وروستیو ژمنو ته په کتو، ایا دا ځل به یاد هېواد د افغان سولې په برخه کې رښتينې مرسته وکړي؟
د افغانستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون منشي فوزیه سادات وایي:
"د امریکا د متحده ایالاتو لهخوا په دوی فشار دی او د دوی د هماغه فشار له امله پاکستان هم هڅه کوي چې باید په افغانستان کې د سولې برنامه تحقق پیدا کړي او باید طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کېنوي، نو دا وار امیدونه شته چې پاکستان به له زړه او په رښتیني ډول د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کوي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې د افغانستان په ګډون د سیمې د هېوادونو په سفر وځي چې تېره اوونۍ په ابوظبي کې د افغان طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ مخامخ خبرې وشوې چې ۳ ورځې یې دوام وکړ.
په دغو خبرو کې د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو استازي هم حاضر وو.
راپور: اکرامالله اکرام