د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۹

افغانستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې له ولسمشر غني سره وکتل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر نورو چارواکو سره د پاکستان د پلاوي د لیدو پر مهال
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر نورو چارواکو سره د پاکستان د پلاوي د لیدو پر مهال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن کابل ته په سفر کې له خپل افغان ساري د بهرنیو چارو له وزیر صلاح‌الدین رباني او افغان ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

نوموړی نن سهار وختي کابل ته ورسېد.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ښاغلي قریشي د بهرنیو چارو له وزیر صلاح‌الدین رباني سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې هېواد به‌یې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو په برخه کې خپلې اعظمي هڅې وکړي.

له افغان ولسمشر اشرف غني سره د قریشي د کتنې په اړه د ارګ له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په‌دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او مسایلو، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې او د بین‌الافغاني مذاکراتو د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو همکاري مهمه وبلله.

په څه کم دوو اوونیو کې دا کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دوهم سفر دی.

ښاغلي قریشي د قوس په ۲۴مه کابل ته په سفر کې د افغانستان، پاکستان او چین په دوهمه درې اړخیزه غونډه کې پر ګډون سربېره د افغانستان د حکومت له مشرانو سره هم کتلي و.

قریشي نن په ټویټر کې لیکلي چې له افغان مشرانو سره‌یې نن سهار ګټورې کتنې درلودې، د سولې پروسه د پرمختګ پر لور ځي.

د سفر بل هدف‌یې ایران دی او زیاتوي، د سیمې اتصال او ګډه همکاري د پرمختګونو اساس جوړوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

متقي وايي د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مسکو کې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مسکو کې

نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي ناستې اتمه دوره ترسره شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان، کوربه روسیې، هند،ایران،قزاقستان،چین،قرغزستان،پاکستان،تاجکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو ډپلوماټانو برخه اخیستې وه.

روسي چارواکو مخکې ویلي و چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د هواري لپاره هڅې کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دې ناستې ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د پوځي اقداماتو او تورونو پر ځای د خبرو له لارې حل شي.

د بشري حقونو د څار سازمان: د جګړې ښکېلې خواوې زیانمنو افغانانو ته د عدالت په تامین کې پاتې راغلي

په یوه چاودنه کې ټپي افغان سپین ږیری
په یوه چاودنه کې ټپي افغان سپین ږیری

د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې زیانمنو افغانانو ته د عدالت په تامین او حساب کې پاتې راغلي.

دغه سازمان پر افغانستان د امریکا د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په درشل کې په دې اړه یو راپور خپور کړی او پر امریکا، لویدیځو هېوادونو، پخواني افغان جمهوري نظام او طالبانو باندې یې سختې نیوکې کړي دي.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه متحده ایالتونو پر افغانستان بریدونه پیل کړل چې په نتیجه کې یې د طالبانو حکومت وپرځېد.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې د مرستیالې پتریشیا ګاسمن په حواله ادعا شوې چې :«۲۵کاله وروسته، د امریکا په زندان کې شکنجه شوي افغانان او د هغو کورنۍ چې په ناحقه وژل شوي د امریکا له حکومته د غرامت د ترلاسه کولو یا د شکایت د ثبت واضحه لار نه لري.»

په دغه راپور کې د احتمالي جنګي جرایمو د څېړنې په پڅ بهیر هم نیوکې شوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په اوسنیو واکمنو طالب چارواکو هم نیوکه کړې چې د جګړې پر مهال یې زرګونو افغانانو ته مرګژوبله واړوله خو خپل کسان یې د دغو جرایمو لپاره ونه پوښتل.

طالبانو لا د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي او امریکا هم کوم غبرګون نه دی ښوولی.

نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه ناسته پیلیږي

د مسکو فارمټ د یوې پخوانۍ ناستې انځور
د مسکو فارمټ د یوې پخوانۍ ناستې انځور

نن د روسیې په کوربه توب د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي ناستې اتمه دوره ترسره کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان، هند،ایران،قزاقستان،چین،قرغزستان،پاکستان،تاجکستان،ازبکستان استازي د روسیې په کوربه توب دې ناسته کې ګډون کوي.
د بیان په اساس تمه ده د سیمې د هېوادونو په اقتصادي او سیاسي اړېکو سربېره د ترهګرۍ او مخدره موادو ضد سیمه ییزو اهدافو باندې بحثونه وشي.

د افغانستان لپاره د روسیې د جمهوري ریاست خاص استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د رامنځته شویو کړکېچونو د هواري لپاره هڅې کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دې ناستې کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ مسکو ته ته تللی.

د واخان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

واخان کې د نوي سړک یو انځور
واخان کې د نوي سړک یو انځور

د طالبانو حکومت وايي په بدخشان کې د واخان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه سړک د پرانیستلو لپاره د یکشنبې په ورځ په بدخشان کې یو لړ مراسم نیول شوي و.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبدالطیف منصور ویلي چې له بروغیل پولې نیولې له چین سره تر صفري نقطې پورې د ۱۲۱ کیلومترو په اوږدوالي دا سړک د ۳۶۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی.

په دغه سړک باندې له ۲۰۲۴ کاله کار پیل شوی و.

د راپورونو له مخې د واخان د سیمې خلکو به مخکې څو ورځې تر بروغیل پولې سفر کاوه څو مهم خوراکي او نور اړین مواد واخلي.

د واخان سړک د طالبانو د حکومت او چین له لویو ګډو پروژو ګڼل کېږي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو د عینک د مسو د کان ځنډیدلی قرارداد له سره ونیول شو او د سرو زرو او ځینو نورو ګازي پروژو په استخراج کې هم له چین سره تړونونه وشول.

په افغانستان کې د شیعه ګانو د ځینو مراکزو د تړل کېدو په اړه ایران غبرګون ښوولی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له خوا د شیعه ګانو د ځینو دیني او فرهنکي مراکزو د تړل کېدو په غبرګون ویلي چې دا راپورونه په جديت څېړي او له طالب چارواکو سره خبرې کوي.

د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا موضوع ایران ته «ډېره مهمه» ده.

هغه وویل چې د ایران حکومت واردمخه په کابل کې له اړوندو چارواکو سره خبرې کړي او په دې اړه به حتما له هغوی سره بحثونه په جدي توګه مخته وړل کېږي.

د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت شاوخوا لس ورځې مخکې د تبیان په نوم یو مرکز چې د ایران د رژیم له ملاتړ برخمن بلل کېږي تړلی او ځینې کارکوونکي یې هم د لنډې مودې لپاره توقیف کړي وو.

تر دې مخکې هم د طالبانو حکومت د خاتم النبیین مرکز او مدرسه محاصره او تخلیه کړې وه او هم یې د تمدن ټلویزیون فعالیتونه درولي.

روزمیري ډیکارلو له امیرخان متقي سره اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسیدو په اړه خبرې کړي

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو په افغانستان کې د بشري مرستو او له ایران او پاکستانه د راستنو شویو کډوالو په اړه د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه پر خپلې ایکس پاڼې د دغه ناستې خبر ورکړی دی.

وړاندې راغلي چې امیرخان متقي د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د مرګژوبلې په تړاو خپلې اندېښنې له اغلې ډیکارلو سره شریکې کړې دي.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې هم حضور درلود.

که څه هم له دې مخکې په افغانستان کې د ملګروملتونو استازو او د طالبانو حکومت اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو او د کډوالو ستونزو ته د رسیدو په برخه کې غونډې او خبرې کړي دي، خو لاهم په میلیونو افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او په دې نه پوهیږي چې خپله درې وخته ډوډۍ له کومه کړي.

له ایران او پاکستانه راستانه شوي کډوال تورخم دروازې ته نژدې د عمري په نوم کمپ کې د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه لري او ډير شمیر نور يې د کورونو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.

په اسیايي لوبو کې د افغان لوبغاړو سفر پایته ورسید

په اسیايي لوبو کې د افغان لوبغاړو سفر پایته ورسید.

د جاپان په کوربه توب په روانو اسیايي لوبو کې د افغان لوبغاړو سفر د شنبې په ورځ د (میزان۱۱مه) د یوه سپینو زرو او دوو برونز مډالونو په ګټلو سره پایته ورسید.

د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې مرستیال محمد هاشم کریمي پر خپلې فیسبوک پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې لوبو کې د لوبغاړو له ګډونه مننه کړې او د هغوي هڅې يې ستایلي دي.

هغه د ځینو لوبغاړو د سختو رواني شرایطو یادونه کړې او ویلي چې افغان لوبغاړي په "عزم او زوړرتیا" سره د لوبو ډګر ته ورغلل او د پام وړ لاسته راوړنې يې درلودې.

په دغو اسیایي لوبو کې افغان لوبغاړو درې مډالونونه وګټل.

 لیتوانیا له بیلاروس سره پر پوله ۳۵ افغان او عراقي کډوال نیولي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

لیتوانیا له بیلاروس سره پر پوله ۳۵ افغان او عراقي کډوال نیولي دي.

د لیتوانیا د سرحدي ساتنې دولتي ادارې اعلان کړی چې دغه کډوال د پنجشنبې په ماښام د کاترا په نوم سیمه کې هغه مهال ونیول شول چې غوښتل يې د لتیوانیا خاورې ته واوړي.

د دې ادارې په خبره، د کډوالو د نیولو په دې عملیاتو کې هېلوکوپټرو، روزل شویو سپیو او د سرحدي ساتنې ځانګړو ځواکونو برخه اخیستې وه.

د چارواکو په خبره، نیول کسان ټول ځوانان دي.

د لیتوانیا د سرحدي ساتنې ادارې ویلي چې د دغو نیول شویو کسانو له ډلې ۲۹تنه يې بیرته بیلاورس ته ستانه کړاي شوي دي.

لیتوانیا وايي، د روان کال له پیل راهیسې يې د بیلاروس له پولې د ۱۶۶۱ ناقانونه کډوالو د راوښتو مخه نیولې ده.

په کابل کې د روسیې سفارت پر هلمند او کونړ ولایتونو د پاکستان وروستي بریدونه غندلي

په کونړ ولایت کې د پاکستان د پنجشنبې ورځې د هوايي بریدونو له کبله اوښتي زیانونه
په کونړ ولایت کې د پاکستان د پنجشنبې ورځې د هوايي بریدونو له کبله اوښتي زیانونه

په کابل کې د روسیې سفارت پر کونړ او هلمند ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او د ملکیانو پر مرګژوبلې يې ژور خپګان ښودلې ده.

دې سفارت د شنبې په ورځ د (میزان/تلې۱۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان درې ورځې وړاندې د (میزان په ۹مه) پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل چې د یوناما په خبره لږترلږ لس ملکیان په کې ووژل شول او نهه نور په کې ټپیان شول.

یوناما ویلي چې په وژل شویو کې ډیر شمیر يې ماشومان دي.

پاکستان بیا ادعا کړې وه چې د وسله والو مرکزونه يې په نښه کړي وو او ۲۲ وسله وال يې وژلي دي.

د پاکستان دغو وروستیو بریدونو پراخ غبرګونونه پارولي وو.

د پاکستان په بریدونو کې د ملیکانو د وژل کېدو په اړه د اروپايي ټولنې اندېښنه

هغه ماشومه چې پر کونړ د پاکستان په هوايي حملو کې ټپي شوې ده.
هغه ماشومه چې پر کونړ د پاکستان په هوايي حملو کې ټپي شوې ده.

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند ولایتونو په تازه هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبلې اندېښنه ښودلې ده.

دې ټولنې د جمعې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) په یوه بیان کې پر افغانستان له واکمنو طالبانو او پاکستاني لوري غوښتي چې روانه شخړه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

پاکستان د پنجشنبې په ورځ پر کونړ او هلمند ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت، یوناما په دې بریدونو کې د لږترلږ ۱۰ ملکي وکړو وژل کېدل او د نهو نورو ټپي کېدل تأیید کړي دي.

یوناما همداراز ویلي چې د وژل شویو ډېری ماشومان دي.

پاکستان بیا ادعا کړې چې بریدونه‌یې د وسله‌والو پر پټنځایونو کړي او ۲۲ وسله‌وال‌یې وژلي دي.

د اروپايي ټولنې په بیان کې وړاندې راغلي چې ټولې خواوې باید نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه نړیوال بشري قانون ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مخه ونیسي.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ دغه بریدونه غندلي و او د ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو یې د حساب ورکولو غوښتنه کړې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG