د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

کمېسیون: شاوخوا ۶ تنو راتلونکو انتخاباتو لپاره معلوماتي بستې ترلاسه کړي


د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د احمد ولي مسعود او محمد حنیف اتمر د کاندیدۍ له اعلان سره سم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له تېرې ورځې راهیسې له کمېسیونه شاوخوا ۶ تنو راتلونکو انتخاباتو لپاره معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي.

د وفاق ملي سیاسي جریان مشر احمد ولي مسعود د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه ناسته کې اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره راتلونکو انتخاباتو ته ځان کاندیدوي.

خو ښاغلي مسعود د خپل انتخاباتي ټکټ د څرنګوالي په اړه څه ونه ویل:

"دا ځل د ملي وفاق په پروګرام، د خدای سبحان په توکل او د افغانستان د خلکو په تکیه او راتلونکو انتخاباتو فرصت د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ثبت نام ته چمتو یم."

د وفاق ملي سیاسي جریان مشر احمد ولي مسعود
د وفاق ملي سیاسي جریان مشر احمد ولي مسعود

له دې سره په خوا کې د ملي امنیت پخواني سلاکار ته نېږدې سرچینې د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د ښاغلي اتمر انتخاباتي ټیم د نوم‌لېکنې ټول قانوني پړاونه بشپړ کړي او ټاکل شوې چې د راتلونکي اوونۍ په اوږدو کې رسماً د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې نوم‌لېکنه وکړي.

د ۱۳۹۸ کال د حمل د ۳۱ د جمهوري ریاست د انتخاباتي مهالویش له مخې ټاکل شوې چې د راتلونکې شنبې په ورځ چې د جدي لومړۍ نېټه کېږي د کاندیدانو نوم لیکنه پيل او ۱۲ ورځې به دوام وکړي.

له دې وړاندې اوسني افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، یو ځل بیا د جمهوري ریاست څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره راتلونکو انتخاباتو کې ځان کاندیدوي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له تېرې ورځې راهیسې د کاندیدانو د نوم‌لېکنې معلوماتي بستو د ویش لړۍ پيل شوې چې تر اوسه شاوخوا شپږو تنو دغه بستې ترلاسه کړې دي.

د دغه کمېسیون مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

عبدالعزیز ابراهیمي
عبدالعزیز ابراهیمي

"د انورالحق احدي، نورالحق علومي، عنایت الله حفیظ، عظیم الله عظیمي، نور رحمان لېوال او محمد حکیم تورسن په ګډون شپږو تنو د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون له دفتره معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي.​"

ښاغلی ابراهیمي وايي، د معلوماتي بستې شپږ فورمې چې د جُرمي عدم مسوولیت، د پانګې ثبت، روغتیا، د پلویانو لېست او یو شمېر نور موارد په کې شامل دي.

له دې ټولو سره په خوا کې یو شمېر سیاسي جریانونو لکه د افغانستان لوی ملي ائتلاف او حزب اسلامي ویلي و چې د خپلې خوښ وړ کاندید د معرفي کېدو په اړه یې بحثونه روان دي.

د یو واحد کاندید درلودل، له ائتلاف څخه د باندې له یو کاندید ملاتړ او په احتمالي ډول د څو کاندیدانو درلودل هغه انتخابونه دي چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف ورباندې کار کوي.

د دغه ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ممکن ائتلاف په یو یا دوه انتخاب هوکړه وکړي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال او ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم تصمیم لري چې د تُرک‌تبارو یو تن کدر یو کاندید ته د لومړي مرستیال په توګه انتخاباتي ټکټ ته معرفي کړي.

د دغه ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج ازادي راډیو ته وویل:

بشیر احمد ته ینج
بشیر احمد ته ینج

"عبدالرشید دوستم ترجیح ورکوي چې د تُرک‌تبارو یو کدر مرستیالي ته وړاندې کړي او خپله دی یو ملي مشر په توګه د هېواد په چارو کې ځانته ځای پيدا کړي."

ښاغلی ته‌ینج همدا شان وايي، تر دا مهاله له ټولو احتمالي کاندیدانو سره دوه اړخېزې خبرې شوې او تراوسه پریکړه نه ده شوې چې ملي جنبش د کوم کاندید په خوا کې دریږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG