د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

غني: پرته له خوشحال خانه په پښتو او پښتونوالۍ پوهېدل ناشونې دي


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پرته له خوشحال خانه په پښتو او پښتونوالۍ پوهېدل ناشونې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د پښتو ژبې نابغه لیکوال، شاعر او سياستوال خوشحال خان خټک د افغان ولس په فکر، ژوند او لیدلوري ځانګړی اغېز لري او په‌کار ده چې د ده فکر او هنر له مختلفو اړخونو وڅېړل شي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۲۹» په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نابغه خوشحال علمي سمینار د پای مراسمو ته د وینا پر مهال خوشحال خان خټک د پښتو ژبې او ادب بنسټګر وباله او ویې ویل:

"خوشحال خان خټک د پښتو ژبې په ادب تاریخ کې د يو بنسټګر مقام لري، هر هغه څوک چې پښتو لیکي او يا پښتو لولي، نو خوشحال ته به خامخا مراجعه کوي، لکه څنګه چې له فروېډ پرته په اروا پوهنې نه‌شئ پوهېدای، دا شان په پښتو او پښتونوالۍ بې له خوشحاله نه‌شې پوهېدائ.​"

ښاغلي غني وویل، خوشحال خان خټک د خپل هنر او مبارزې له لارې خپلې ټولنې ته دومره څه ورکړي چې زر کاله وروسته به هم دی لمانځل کېږي او نوم به‌یې ژوندی وي.

د نابغه خوشحال څلور ورځنی نړیوال څېړنیز سمینار د کابل پوهنتون او د افغانستان د علومو اکاډمۍ په ګډ زیار او کوربه‌توب جوړ شوی و چې په‌کې د افغانستان او کوزې پښتونخوا ګڼو لیکوالو، شاعرانو او څېړونکو ګډون کړی وو.

د دغه علمي سمینار په ترڅ کې په علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او ارګ کې پر غونډو سربېره، کندهار ته یو علمي سفر هم شامل و چې هلته هم د پښتو ژبې د دوو نوموتو لیکوالانو او شاعرانو دروېش دُراني او طاهر اثر اپرېدي د ادبي هڅو د درناوي په ویاړ لمانځغونډه هم جوړه شوه.

د دغه علمي سمینار لپاره له لسو ټوکو زیات کتابونه چې د پاڼو شمېر یې ۹۰۰۰ ته رسي هم چاپ شوي وو چې د سمینار په ګډونوالو ووېشل شول.

همدارنګه د دغې غونډې په پرېکړه‌لیک کې:

  • په افغانستان کې د خوشحال خان خټک په نوم د يوه پوهنتون د نومولو.
  • د نابغه خوشحال په نوم د يوه مډال د جوړولو.
  • د نړۍ نورو ژبو ته د خوشحال خان خټک د اثارو د ژباړلو.
  • د غوره ادبي اثارو لپاره د خوشحال په نوم د جایزې ټاکلو غوښتنه هم وشوه چې د ولسمشر له‌خوا ومنل شول.

په پرېکړه‌لیک کې د افغان حکومت څخه دا هم وغوښتل شول چې له یونسکو نړیوال سازمانه غوښتنه وکړي چې د خوشحال خان خټک د قلمي دیوان نسخه چې د ده په‌خپل لاس لیکل شوې د يونسکو په غوره فرهنګي میراثونو کې شامل کړي.

يادو مراسمو ته له خېبر پښتونخوا څخه راغلي لیکوال او شاعر اباسین يوسفزي بیا د دا شان سمینارونو او غونډو جوړېدل د پښتو ادب د ودې او غوړېدا تر څنګ د لر او بر پښتنو د یووالي لپاره يوه غوره لار وبلله.

اباسین يوسفزی
اباسین يوسفزی

نوموړي زیاته کړه:

"الله دې لوی افغانستان ودان او سوکاله لري چې د وطن خلک او زموږ زړونه پرې راټول وي، د کابل پوهنتون په تالار کې د نابغه خوشحال د علمي سمینار د پرانیستې په مراسمو کې د مېلمنو او کوربانو د خبرو نه دا څرګنده شوه چې خوشحال د افغان وطن د اسمان داسې ځلانده لمر دی چې زموږ د سیمې په هر غره څېره وهي."

خوشحال خان خټک چې د خپل ځانګړي فکري نبوغ پر بنسټ‌یې د خپل قوم او ژبې لپاره د تورې او قلم په وسیله نه‌هېرېدونکي خدمتونه کړي په ۱۰۲۲ لمریز کال د خېبر پښتونخوا په اکوړه خټک سیمه کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

دغه نومیالی شاعر، لیکوال او سیاستوال د ۷۸ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې، خو خپل سلګونه علمي او ادبي اثار یې خلکو ته په میراث پرېښودل.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG