د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

ځيني پاکستاني سوداګر: مېرمنې مو چې د اویغور دي، د چین د ناسمې پالېسۍ قرباني دي


ارشیف\ چینایي مسلمانان
ارشیف\ چینایي مسلمانان

یو شمیر پاکستاني سوداګر چې مېرمنې یې د چین د اویغور مسلمانانو څخه دي، ادعا کوي چې دوی د مسلمانانو پر وړاندې د چین د ناسمې پالېسۍ قرباني شوي دي.

وروستی ځل چې چوهدري جاوید عطا خپله مېرمن ولیده، څه باندې یو کال دمخه و.

دغه پاکستاني سوداګر چې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره یې د چین په مسلمان مېشته سینچیانګ سیمه کې ژوند کاوه، د خپلې ویزې د تمدید لپاره پاکستان ته ولاړ.

ارشیف
ارشیف

د هغه په یاد دي چې وروستی ځل یې مېرمنې ورته ویلي وو:

"کله چې ته ولاړ شې، دوی به ما کمپ ته یوسي او زه به بیا رانشم."

دا د ۲۰۱۷ کال د اګست میاشت وه.

عطا وایي، د ده په څېر څه باندې ۲۰۰ نور پاکستاني سوداګر دي چې مېرمني یې لادرکه دي او هغو ځایونو ته وړل شوي چې چینایي چارواکي یې روزنیز مرکزونه یادوي.

چین تورن دی چې د دغه هېواد مسلمان وګړي یې نیولي او بیا یې د خپلې عقیدې څخه د اړولو په هدف روزي.

ځیني راپورونه د دغو کسانو شمېر تر یو میلیون پورې یادوي.

دا اقدام د هغو بلوا او بریدونو غبرګون دی چې حکومت بېلتون غوښتنونکي پکې ښکېل بولي.

عطا وایي، حکومت ده ته د ښونځي نوم ورکوي، خو هغه زندانونه دي، نیول شوي کسان نشي کولای چې له هغه ځایه ووځي.

پاکستانیان غالباً د نړۍ په سطحه د هغه څه په غبرګون کې چې اسلام او یا مسلمانانو ته پکي سپکاوی شوی وي، په یو نه یو ډول غږ پورته کوي، خو ځینو سیاسي او اقتصادي عواملو چې په هغو کې د چین د پراخې پانګونې له لاسه ورکول هم شامل دي، هم پاکستان او هم د نړۍ نور مسلمانان د چین د دغې کړنې پر وړاندې چوپ ساتلي دي.

د ویلسن سنټر چې مقر یې په واشنګټن کې دی، د اسیا د پروګرام مرستیال مایکل کوګلمن وایي، د چین د دې کړنې پر وړاندې د اسلامي نړۍ چوپتیا کېدای شي داسې وانګېرل شي چې دوی د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره له چین سره چې د نړۍ راتلونکی ستر اقتصاد بلل کېږي، نېږدې اړیکې پالي.

چین دا مهال په پاکستان کې لویې پراختیایي پروژې تمویلوي.

اسلام اباد وایي، د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز چې میلیاردونه ډالره ارزښت لري، د پاکستان د اقتصاد له پیاوړتیا سره ډېره مرسته کولای شي.

د اویغور مسلمانانو سره د چین د چلند په اړه د پیکېنګ ځواب دا دی چې هدف یې په سینچیانګ کې د دایمي سولي او ثبات رامنځته کول دي.

خو د اویغور یا نورو مسلمانو اقلیتونو د څه باندې یو میلیون کسانو د نیول کېدو په شمول، د دې سیمې د وضعیت په کرارولو کې د چین د ولسمشر شي جین پېنګ هڅو په ملګرو ملتونو او د امریکا په حکومت کې اندېښنې راپورته کړي دي.

د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مشاهد حسین وایي، د چین او پاکستان د اړیکو عمده قواعد دا دي چې د یو بل په کورنیو مسایلو باندې له څه ویلو باید ډډه وشي.

XS
SM
MD
LG