د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

لویه څارنوالي: تر اوسه له ۱۹ ولایتونو د انتخاباتي درغلیو او جرایمو ۸۱ قضیې را رسېدلي


د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، تر اوسه ورته د انتخاباتي درغلیو او جرایمو په اړه له ۱۹ ولایتونو ۸۱ قضیې رسېدلي چې په تړاو يې ۲۳۰ کسان تورن او مجرم ګڼل شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، په تذکرو کې تزویر، د دغو تذکرو لېږد او کارول، د انتخاباتي سټیکرونو خرڅول، د انتخاباتي اساسو مواد غلا، د انتخاباتي محلونو د چارو اخلالول او داسې نور هغه موارد دي چې عاملین یې نیول شوي او څېړنې ترې کېږي.

دا خبره د لوېې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وکړه.

ده وویل، دا د هغه پلاوي ارزونې دي چې انتخاباتي شکایتونو ته په پام د لویې څارنوالۍ په مشرۍ د جمهوري ریاست له خوا د هېواد ۱۹ ولایتونو ته ګمارل شوی و.

ده د یاد پلاوي د ارزونو په اړه وویل:

جمشید رسولي
جمشید رسولي

"تر اوسه چې د کابل په ګډون په ۱۹ ولایتونو کې د انتخاباتو او د انتخاباتي جرایمو اړوند پېښې شوي، په مجموع کې ۸۱ قضیې لوېې څارنوالۍ ته رسېدلي چې وڅېړل شي، په دغو قضیو کې ۲۳۰ کسان تورن دي."

ښاغلي رسولي وویل، په دوی کې ۲۲ کسان انتخاباتي کارکوونکي، ۳۲ د ملکي او نظامي ارګانونو منسوبین، ۴ د ولسوالیو د شوراګانو کاندیدان او ۱۵۵ عادي وګړي دي.

د لويې څارنوالۍ ویاند دا هم وویل، د انتخاباتو په پروسه کې په ټول هېواد کې ۵۵۴ تذکرې تزویر شوي او د پکتیکا په ولایت کې د اتنخاباتو د اساس په ۷ ټوکه کتابونو کې ګوټې وهل شوي چې د ټولو په اړه جدي ارزونې او څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د انتخاباتو پرمهال، ګڼو سیاسیونو، د سیاسي ګونډونو ملي ائتلاف، مدني ټولنې، د ملي شورا غړو او عامو خلکو په وار وار، د انتخاباتو په پروسه کې پر درغلیو انتقادونه کړي دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون هم ویلي چې د دغې پروسې اړوند یې زرګونه شکایتونه ترلاسه کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې پاکې او ناپاکې رأېې یې د انتخاباتي شکایتونو په مشوره بېلې کړي چې د رأیو د لومړنیو نتایجو اعلانول یې پیل شوي او لا دوام لري.

د افغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید له ازادي راډیو سره په خبرو کې د لويې څارنوالۍ دغه هڅه ستایي، خو تاکید کوي چې دغه اداره دې د کشفي او امنیتي ارګانونو په مرسته د انتخاباتي درغلیو نورې قضیې هم کشف کړي.

یوسف رشید
یوسف رشید

ده وویل:

"د دغه فساد کچه ښايي ۸۰ قضیو پورې محدوده پاتې نه شي، له لویې څارنوالۍ نه هیله ده چې دغه قضیې یوازې په ولایتونو کې د ټیټ پوړو کسانو په سطحه په پام کې ونه نیسي، بلکې مهم دا دی چې هغه کاندیدان چې په دغه پروسه کې په رشوت کې دخیل وو، هغوی هم باید مستثنا نه شي."

ښاغلی رشید وايي، لویه څارنوالۍ باید د انتخاباتو په پروسه کې د تورنو او مجرمینو په اړه د خپلو څېړنو نتایج خلکو ته اعلان کړي، تر څو خلک پر عدالت او د حکومت پر حاکمیت باوري شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG