د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د ولسي جرګې معترضو نوماندانو د خوست اداري کمپلېکس تړلی


نن د دوشنبې په ورځ د خوست څخه ولسي جرګې ته یو شمېر معترضو نوماندانو د خوست د اداري کمپلېکس مخې ته د تحصن خیمې درولي او د اداري کمپلېکس دروازه‌يې د مأمورینو او مراجعینو پر مخ تړلې ده.

په اداري کمپلېکس کې د خوست د والي د دفتر په ګډون تر ۴۰ ډېر ریاستونه او نورې حکومتي ادارې فعالیت لري.

یادو نوماندانو پرون د یکشنبې په ورځ د خوست-ګردیز عمومي سړک هم د ټرافیکو پر مخ تړلی وو، خو نوماندان وايي چې نن‌يې د خلکو ستونزو ته په کتو یاده لاره بېرته پرانیستې ده.

د ولسي جرګې نوماندانو د اداري کمپلېکس په مخکې د تحصن دوه لويې خیمې درولې دي او په یادو خیمو کې نوماندان او د دوی یو شمېر پلویانو توشکې غوړولي او وايي تر هغه چې مرکزي حکومت د دوی د غوښتنو د څېړلو لپاره ځانګړی پلاوی راونه‌لېږي، اداري کمپلېکس ته د خلاصولو اجازه نه‌ورکوي.

د ولسي جرګې یو نوماند عبدالبصیر حقمل ازادي راډیو ته وویل:

"په خوست کې هغه نوماندان چې دوی سره ظلم شوی دی، هغه غوښتنې چې موږ د ټاکنو کمېسیون څخه کړې وې، نو دوی زموږ غوښتنو ته لاسرسی ونه‌کړ، نو په هغې خاطر مو لاره هم بنده کړه او نن موږ د اداري کمپلېکس ټولې لارې وتړلې، په‌دې کې مو د تحصن خیمې ودرولې، دا به تر هغې لګېدلې وي چې د دې ولس غږ تر مرکزي ادارې پورې نه‌وي رسېدلی او مرکزي ادارې دلته پلاوی نه‌وي راستولی او د یو-یو صندوق رأیه‌يې زموږ سره نه‌وي شمېرلي."

د ولسي جرګې یو بل نوماند عبدالولي واحدزی هم وايي چې په اداري کمپلېکس کې ټولې دولتي ادارې په بشپړ ډول بندې دي او تر هغې به بندې وي چې د دوی غږ واورېدل شي.

ښاغلي واحدزي زیاته کړه، دواړه کمېسیونونه دې د خوست ټولې رأيې په شفافه توګه وشمېري او دوی ته سپارل شوې د درغلیو مستند شکایتونه دې وڅېړل شي، همدارنګه هغه رأيې دې باطلې اعلان شي چې پاکستانیو اتباعو د مشخصو نوماندانو په ګټه استعمال کړې وې.

بل‌خوا د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي چې ولایتي اداره هڅه کوي چې معترضو نوماندانو سره یو تفاهم ته ورسېږي.

ده وویل، اعتراض کوونکي دې خپل حرکتونه قانوني کړي او د دولتي ادارو تړل قانوني لاره نه‌ده.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په ټاکنو کې د مداخلې حق نه‌لرو، خو د مشترک مجلس په پایله کې چې د دواړو کمېسیونونو استازو په‌کې برخه درلوده، یو تفاهم ته رسېدلي یو، همدا د اعتراض کوونکو سره د تفاهم په خاطر هم یو پلاوی ټاکل شوی دی، دا چې نوماندانو د اعتراض خیمې وهلي دا د دوی حق دی، خو موږ له دوی غوښتنه لرو چې خپل مدني حرکتونه قانوني کړي او د دولتي دفترونو تړل‌يې د حل قانوني لاره نه‌ده."

تېره ورځ د خوست د ټاکنو د کمېسیون مشر شاه جهان سرداري ویلي و چې د ټولو رأیو د شمېرلو صلاحیت له دوی سره نه‌شته، خو که د شکایاتو مرکزي کمېسیون دوی ته په دې باب لارښونه وکړي، نو دوی يې په بیا شمېرلو کې ستونزه نه‌لري.

بل لوري ته یو شمېر کتونکي هم په دې نظر دي چې امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو ته په کتو دې یادې ستونزې ته قانوني حل لاره وموندل شي.

نږدې څلور کاله وړاندې په خوست کې په همدا ډول یو مدني حرکت ځانمرګی برید شوی و چې ۱۸ کسان په‌کې وژل شوي او تر ۸۰ ډېر په‌کې ټپیان شوي وو.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG