د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

په هوايي حملو کې د ملکیانو وروستۍ مرګ ژوبلې ولسي جرګه اندېښمنه کړې


د افغانستان ولسي جرګه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي او بهرنیو ځواکونو وروستۍ هوايي حملې چې له امله‌يې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي، د اندېښنې وړ بولي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وروستۍ هوايي حملې چې له امله‌يې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي، دوی ته د منلو وړ نه‌دي او امنیتي ځواکونه باید په دغو حملو کې له پوره احتیاطه کار واخلي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې د دوشنبې په ورځ‌يې «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۲۶» د جرګې مشري کوله، له افغان حکومته وغوښتل چې د کونړ وروستۍ پېښې ته یو پلاوی وټاکي، تر څو په دغه ولایت کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې څرنګوالی معلوم کړي.

همایون همایون
همایون همایون

ده وویل:

"زما هیله له ولسمشر بیا هم دا ده چې کونړ ته دې یو پلاوی وټاکل شي او ودې لیدل شي چې ولې بې‌ګناه وګړي، ماشومان او مېرمنې وژل کېږي او د ولسمشر، وزیرانو او امنيتي ارګانونو په ګډون، ټول غلي ناست دي."

ښاغلي همایون دغه شان په خپلو خبرو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ناامنیو زیاتېدو ته هم اشاره وکړه او ویې‌ویل چې امنیتي ځواکونه باید ټولو هغو ولایتونو ته پاملرنه زیاته کړي چې همدا اوس د وسله‌والو مخالفینو له جدي ګواښ سره مخ دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د راپورونو له مخې، د کونړ ولایت په شلتن دره کې د تېرې اوونۍ د جمعې په شپه په هوايي بمبارۍ کې ۱۲ ماشومان او ۸ ښځې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

که څه هم د کونړ سیمه‌ییزو چارواکو د ملکیانو د مرګ ژوبلې د دقیقو شمېرو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې د دغې حملې له امله‌يې د وژل شویو ۳۰ ملکیانو جنازې کړې دي.

تېره ورځ د افغانستان مشرانو جرګې هم په کونړ ولایت کې د ملکي وګړو وژنه په کلکو ټکو غندلې وه او له حکومت او امنیتي چارواکو يې غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخه ونیسي.

په دې وروستیو کې په هوايي عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې د رامنځته کېدو راپورونه ډېر شوي، له دې وړاندې د نومبر په ۲۸مه نېټه د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې، د ۳۰ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر خپور شو.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر پایه، په افغانستان کې ۳۱۳ تنه د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي حملو کې وژل شوي او ۳۳۶ تنه ملکي وګړي زخمیان شوي دي.

د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې یو شمېر وکیلانو هم دغه مسئله د اندېښنې وړ وبلله او ویې‌ویل چې یوازې په دې کار نه‌کېږي چې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي وشي، باید د مخنیوي لپاره‌يې عملي کارونه ترسره شي.

ارشیف
ارشیف

د دغې جرګې دوو غړو مولوي تره‌خېل او الله ګل مجاهد وویل:

"تېره ورځ چې په کونړ کې کومه پېښه رامنځته شوه، موږ او تاسو پر رسنیو قرباني شوي ښځې او ماشومان ولیدل، تر کله به افغانان په وینو لت او پت وي، دا خو د خدای بنده‌ګان دي، اخر په دوی زړه سوی په‌کار دی."

"کله چې دولت په خپله وایي چې اساسي قانون شته او موږ عام خلک نه‌وژنو، نو بیا څه حق لري چې داسې کلیو ته د هوايي بمبار لپاره ځي چې هلته واړه ماشومان او سپین ږیري بې‌ګناه انسانان وي، که وضعیت همدا شان چې یو څوک وژل کېږي او بیا یې کورنۍ ته بدله یو لک افغانۍ ورکول کېږي دوام ومومي، نو زموږ او د دې وطن برخلیک به څه وي؟"

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت نظر هم ولرو، خو ونه‌توانېدو، خو له دې وړاندې د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډيو ته ویلي وو چې د کونړ د پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG