د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

د پاکستان د پوځ مشر د ١٥ کسانو لپاره د مرګ سزا تصويب کړله


لوى درستيز قمر جاوېد باجوه
لوى درستيز قمر جاوېد باجوه

د پاکستان پوځ ويلي، لوى درستيز قمر جاوېد باجوه د ١٥ کسانو لپاره د مرګ سزا تصويب کړله.

دوى تورن دي، په هغو حملو کې لاس لري چې په نتيجه کې يې ٣٢ پوځيان او ٢ ملکيان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په هغه اعلاميه کې چې نن خپره شوې، زياته کړې، لوى درستيز په عين حال کې د ٢٠ کسانو لپاره چې ادعا کېږي افراطي وسله وال دي، د بند سزا هم تصويب کړله.

د اعلاميې په حواله دغه کسان پر امنيتي ځواکونو او عيسويانو په حملو کې دخيل ګڼل شوي دي.

پر محکومو شويو کسانو تور پورې دى چې د تعليمي ادارو په ويجاړولو کې هم لاس لري.

د پاکستان پوځ
د پاکستان پوځ

د پاکستان پوځ نه دي ويلي چې دغه ١٥ محکوم شوي کسان به کله اعدام شي.

که څه هم په پاکستان کې د پوځ له خوا محاکمې په ښکاره نه دايرېږي، خو تورن کسان کولاى شي خپل مدافع وکيل وګماري.

پاکستان د مرګ پر سزا محدوديت په ٢٠١٤میلادي کال کې وروسته له هغې لېرې کړ چې په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي په حمله کې تر ١٥٠ ډېر کسان ووژل شول.

پر دغه ښوونځي د حملې د څلورم کال د پوره کېدو په مناسبت نن مراسم جوړ شوي دي.

له پاکستانه په نورو ورکړل شويو راپورونو کې ويل شوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د ایران سفیر احضار کړى او د پاکستان او ایران پر پوله یې ورته پر پاکستاني ملېشه ځواکونو د وروستي برید له امله احتجاج کړی دی.

وړمه ورځ د پاکستان د بلوچستان ايالت په کېچ سيمه کې پر ملېشه ځواکونو د وسله والو په یوه برید کې لږ تر لږه د ۶ سرتېرو د وژل کېدو او ۱۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په يوه اعلاميه کې ویلي چې پر پاکستاني ځواکونو دغه برید له پولې اخوا د ایران له خاورې شوی دی.

د پاکستان او ایران ترمنځ په دې وروستیو کې کړکېچ او پر یو بل د تورونو لړۍ تر هغې وروسته زیاته شوې چې نامعلومو وسله والو د اکتوبر پر ۱۶مه نېټه د ایران ۱۴ سرحدي ځواکونه وتښتول.

د ایران حکومت تر دغې پېښې وروسته ادعا وکړه چې وسله والو دغه سرتېري پاکستان ته تښتولي او له پاکستانه يې غوښتنه وکړه، د ایران د سرحدي ځواکونو په موندلو کې دې جدي ګامونه واخلي.

د پاکستان حکومت په بلوچستان ايالت کې چې چین پکې د ۵۴ میلاردو ډالرو په ارزښت د پاکستان-چين اقتصادي دهلېز په نامه لویه پراختیايي پروژه پیل کړې ده، د امنیتي تدابیرو په هدف زرګونه ملېشه سرتېري او پوځیان ځای پر ځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG