د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

پاکستان پر ملېشه ځواک د برید له امله د ایران سفیر احضار کړی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې ایران سفیر دغه وزارت ته ورغوښتی او پر پاک ـ ایران پوله یې ورته پر پاکستاني ملېشه ځواکونو د مرګوني برید له امله ورته احتجاج کړی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چې پر ملېشه ځواکونو د وسله والو په یوه برید کې لږ تر لږه ۶ سرتېري ووژل شول او ۱۴ نور ژوبل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پاکستانیو ځواکونو دغه بُزدلانه وسله وال برید له پولي اخوا د ایران له خاورې شوی دی.

خبرپاڼه په دې اړه کاږي چې په اسلام اباد کې یې د ایران سفیر دغه وزارت ته ورغوښتی او د دغه برید له امله یې ورته شدید احتجاح کړی او وايي:

"د ایران له حکومته مو وغوښتل پر خپلې خاورې دې د دغه ترهګرې ډلې پر خلاف عملیات وکړي چې په‌دې دغه برید کې لاس لري او همدا شان د پولي د ښه تنظیم په اړه هم بحث وشو څو په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخنیوی وشي."

د پاکستان او ایران ترنځ په ګډه په دې وروستیو کې کړکېچ او پر یو بل د تورونو لړۍ تر هغې وروسته زیاته شوې چې نامعلومو وسله والو د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د ایران ۱۴ سرحدي ځواکونه وتښول.

د ایران حکومت تر دغې پېښې وروسته ادعا وکړه چې وسله وال یې دغه سرتېري پاکستان ته تښتولي او پر پاکستان یې غږ یې وکړ چې د ایران د سرحدي ځواکونو په موندلو کې دې جدي ګامونه واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تر دغې پېښې وروسته د نومبر په لومړۍ نېټه د پاکستان سفر وکړ او د دې هېواد له چارواکو سره یې پر نورو مساېلو سربېره د تښتول شویو ایراني سرحدي ځواکونو پر برخلیک هم خبرې وکړې.

د پاکستان چارواکو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی و چې د ایران د سرحدي ځواکونو د موندلو لپاره یې اقدامات پیل کړی او ډاډ یې ورکړی و چې په دې لړ کې خپلې هڅې ونه سپموي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت په بلوچستان صوبه کې چې چین په کې د ۵۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت د اقتصادي دهلېز په نامه لویه پراختیايي پروژه پیل کړې ده، د امنیتي تدابیرو په هدف زرګونه ملېشه ځواک او پوځیان ځای پر ځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG