د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

کوريا له وچکالۍ ځپلو ماشومانو د ملاتړ په هدف ۲.۲ میلیونه ډالره مرسته وکړه


کوريا په افغانستان کې له وچکالۍ نه د زيانمنو ماشومانو د ملاتړ په هدف ۲.۲ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

د کوریا سفارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف ترمنځ وچکالي ځپلو سره د مرستې دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱.۶ ميليونه ماشومان له وچکالۍ څخه اغېزمن دي.

په افغانستان کې د کوريا سفير، ري ژا هيونګ په‌دې اړه وويل:

د تړون پر مهال
د تړون پر مهال

"زه د دې حقيقت له امله خواشينی يم چې په ټول هېواد کې نېږدې۸۳۰۰۰ کورنۍ چې د ژمي په موسم کې د سړې هوا او لوږې سره د مبارزې پر وړاندې مرستو ته اړتيا لري، هغه ماشومان چې لا دمخه خوارځواکۍ زيانمن کړي او د بدن د معافيت سيستم يې ضعيفه شوی، د ژمي يخې هوا له امله ډېر زيان منونکي دي او په‌دې برخه کې د يونېسف له ادارې منندوې يم چې په چټکۍ او وخت سره دې ماشومانو ته مرسته رسوي."

نوموړي وویل، دا مرستې په هرات، بادغيس او غور ولايتونو کې په هغو ۲۱ زرو کورنیو وېشل کېږي چې د جنګونو او طبيعي پېښو له امله اغېزمن شوي او ډېری برخه یې ماشومان دي.

په مرستو کې خوراکي توکي د اړتيا وړ مواد لکه کمپلې، د کورنۍ د پخلنځي توکي، ترپالونه او د ماشومانو لپاره د ژمي کالي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې سږکال د جګړو او وچکالۍ له امله شااوخوا پنځه نیم لکه افغانان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او ۳،۳ میليونه خلک د خوړو د خوندیتوب له ګواښ سره مخ دي.

د اوچا راپور زیاتوي چې په افغانستان کې نېږدې ۶،۳ میليونه خلک يو ډول بشري مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري چې له ډلې يې ۳،۷ میليونه په ډېر ناوړه وضعیت کې دي.

په ورته وخت د افغانستان لپاره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق يونسف رئیسې ادیل خدر وویل چې د ژمي موسم په را رسېدو سره وضعیت یو څه ستونزمن شوی.

خو نوموړې وویل، د کوريا له لوري ۲.۲ ډالره میلیونه مرسته به له خلکو سره ډېرې اغېزمنه تمام شي:

​"د کوريا جمهوريت او خلکو له مالي مرستې څخه ډېره مننه کوو، ځکه چې په دې مرستو سره ماشومان او د هغوی کورنۍ له ساړه ژمې څخه خوندي کېږي."

بل خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم ویلي چې افغانستان له تېرې یوې لسیزه راهیسې د جګړو تر څنګ اوس مهال له سختې وچکالۍ سره هم مخ دی او یوازې په روان میلادي کال کې تر ۳۰۰ زرو زیات خلک بې ‌کوره شوي دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG