د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

په پاکستان کې د وګړو د شمېر زیاتېدو د ښوونې پر کیفیت بد اغېز کړی


په پاکستان کې د وګړو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي او دا هېواد یې له یوې لویې ستونزې سره مخ کړی دی.

د رپوټونو پر اساس، په دې هېواد کې د وګړو د شمېر زیاتېدو د تعلیم پر کیفیت بد اغېز کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په ښکلې دره، سوات کې د تنګۍ چینې په نوم د یوه ښوونځي پر وضعیت رپوټ خپور کړی دی.

د دې اژانس خبریال د تنګۍ چینې ښوونځي د اناټومي د برخې ټولګي ته ورغلی او وايي چې زده کوونکي په یوه وړه خونه کې لکه غاښونه داسې ځای شوي وو.

په ښوونځي کې دوه ښوونکي په څلورو ټولګیو څارنه کوي.

په دې ښونځي کې حتی ډېر ابتدايي امکانات لکه تشناب هم نشته.

د ښوونځي سر ښوونکي محمد بشیرخان د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:

"کله چې زده کوونکي تشناب ته اړتیا پيدا کوي، نجونې زما کور ته ځي او هلکان د ونو او بوټو شاته کېني."

محمد بشیرخان ویلي:

"زما پلار دا ښوونځی په ۱۹۸۴ میلادي کال کې جوړ او هغه وخت له ۲۰ تر ۲۵ زده کوونکي راتلل، اوس یې شمېر تر ۱۴۰ زیات دي."

د فرانس پرېس په حواله، په پاکستان کې د حامله ګۍ د کنټرول په اړه معلومات تقریباً نشته او د ډېرو سیمو خلک د کورنۍ د پلان له پروګرامونو بې خبره دي.

په داسې حال کې د وګړو د شمېر زیاتېدل او د تعلیم کمزورتیا داسې ستونزه ده، لکه ساعتي بم چې پاکستان کال په کال له ډېر زیات خطر سره مخ کوي.

د پاکستان د وګړو شمېر له ۲۰۷ ميلیونو اوښتی دی.

د پاکستان د وګړو دوه پر درې برخه تر ۳۰ کلونو کم عمر لري.

هر کال په پاکستان کې له درې تر څلورو ميلیونو نوي وګړي پېدا کېږي.

دې مسئلې په ځانګړي ډول تعلیمي نظام او صحي خدمات کمزوري کړي دي.

د فرانس پرېس په حواله، په مینګوره کې د ملوک اباد په ابتدائیه ښوونځي کې ۷۰۰ هلکان زده کړه کوي چې یوازې شپږ ټولګي لري.

په دې سیمه کې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې زلزله وشوه او د ملوک اباد ښوونځی یې تخریب کړ.

د دې ښونځي د ډېرو ټولګیو دېوالونه لا هم نړېدلي دي او وخت نا وخت پر زده کوونکو د ټولګیو د چت پلستر را لوېږي.

کوچني زده کوونکي د ښوونځي په انګړ کې او یو شمېر زده کوونکي تر سوځوونکي لمر لاندې د ښوونځي پر بام زده کړه کوي.

د نجونو وضعیت تر دې هم بد دی.

په یوه ټولګي کې چې ۲۰ متره مربع دی، تر ۱۳۵ ډېرې زده کوونکې په یوه وخت سبق لولي.

په سوات کې د پاکستان د معارف د ادارې یوه کارکوونکي فیصل خالد فرانس پرېس ته ویلي چې دا زده کوونکي په اضطراري شرایطو کې زده کړې کوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د انتخاباتي مبارزو پرمهال او تر هغه وروسته دا شعار ورکاوه چې ټولو خلکو ته به په ښه کیفیت د تعلیم زمینه برابروي.

عمران خان په همدې شعار په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په خیبر پښتونخوا کې حکومت ګتلی و.

چارواکو ویلي چې په وروستیو پنځو کلونو کې یې د خیبر پښتونخوا ایالت تعلیمي بودجه دوه برابره زیاته کړې، ۵۷ زره نوي ښوونکي یې په دندو ګمارلي او ۲۷۰۰ ښوونځي یې جوړ او ترمیم کړي دي.

د پاکستان د معارف وزیر شفقت محمود فرانس پرېس ته ویلي چې د هغه هېواد حکومت اوسمهال د کورنیو ناخالصو عوایدو دوه فیصده پر تعلیم لګوي، خو لږترلږه په خیبر پښتونخوا کې له سلو کوچنیانو چې تر ۱۰ کاله یې عمر زیات وي، ۴۷ تنه يې لیک او لوست نه شي کولای.

په خیبر پښتونخوا کې د تعلیم وضعیت د ټولو هغو ستونزو نمونه ګڼل کېدلای شي چې په ټول پاکستان کې ټولنه ورسره مخ ده.

په دې هېواد کې ۲۲ اعشاریه ۶ ميلیونه کوچنیان له ښوونځي پاتې دي.

خو د پاکستان د وګړو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی، نو له دې امله ښايي دا شمېر په راتلونکې کې لا زیات شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو ادارې په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې د پاکستان په ټولنه کې یوازې د لوړې طبقې خلک د ښه کیفیت تعلیم کولای شي.

د دې رپوټ جوړونکي عادل نجم فرانس پرېس ته ویلي:

"په پاکستان کې ټولې مهمې ستونزې د معارف د کیفیت له ټیټوالي سره تړلي دي."

XS
SM
MD
LG