د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون: د کابل د رأیې شمېرنې بهیر بیا ځلي پیل شو


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د کابل د رأیې شمېرنې بهېر له یوې اوونۍ ځنډ وروسته بیا ځلي پیل شو.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د چهارشنبې په ورخ ازادي راډيو ته وویل، تراوسه د کابل ۹۰ سلنه رأیې شمېرل شوي او هڅې روانې دي، څو د راتلونکي اوونۍ تر پایه د کابل د رأیو نتایج اعلان شي.

نوموړي وویل، د چهارشنبې ورځې تر پایه د درېیو ولایتونو د رأیو نتایج هم اعلانوي، خو نوموړي د دغو ولایتونو نومونه وا نه‌خېستل.

نوموړي زیاته کړه:

"د کابل د رأیې شمېرنې بهیر له یوې اوونۍ ځنډ وروسته بېرته نن بیا ځلي پیل شو، د انتخاباتي شکایتونو کمېسېون کارکوونکي هم راغلي او پروسه روانه ده هغه اسناد چې هغوی اړتیا درلوده د کمېسیون له لوري ورته سپارل شوي، څو شکایتونو ته رسېدنه وشي او د کابل نتایج هم اعلان شي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تراوسه د ۲۵ ولایتونو د رأیو لومړني نتایج اعلان کړي دي.

د ولسي جرګې په انتخاباتو په ځانګړي ډول کابل کې د شوي تقلب په تړاو وروستي غبرګونونه د دې سبب شول چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ، څو د ۱۸۲ انتخاباتي مرکزونو رأیې بیا وشمېرل شي، خو په دغه بهیر کې د شکایتونو کمېسیون د کابل د ټولو مرکزونو رأیې باطلې اعلان کړې.

له بلې خوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له غبرګونونو وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د اسنادو سپارلو په شرط چې په اساس یې تورې او سپینې رأیې سره بیلې کړي له خپلې پرېکړې په شا شو او له دغه کمېسیونه سره هوکړې ته ورسېدې.

د کابل د بیا شمېرنې بهیر له یوې اوونۍ ځنډ وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ټول اړین اسناد د شکایتونو کمېسیون ته ور سپارل شوي، څو د کابل د رأیو په تړاو پریکړه وکړي.

په همدې حال کې د انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه وايي، دواړه کمېسیونونه پرته له کومې مقدمې مخ کې ځي چې دا به د دواړو کمېسیونو ترمنځ اختلافات لا زیات او په وینا یې یادې کړنې به د پروسې په شفافیت هم خپلې اغېزې ولري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده وویل:

د ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب زاده
د ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب زاده

​"په خواشینۍ سره چې لا هم د تورو او سپینو رأیو او تقلب برخلیک روښانه نه‌دی او دا به د بیا شمېرنې پروسه ستونزمنه کړي چې موږ وکړای شو تورې او سپینې رأیې سره بیلې کړو، زموږ وړاندیز دا دی دواړه کمېسیونونه تخنیکي او عملي کار وکړي او تر ډېره پر ډيټابیس تمرکز ولري په خواشینۍ سره چې دواړو کمېسیونونو ترمنځ همغږي نشته او هغه څه چې موږ یې اندېښمن کړي یو، په انتخاباتو کې د حکومت لاسوهنه ده."

ښاغلي ایوب زاد وویل، دواړو کمیسیونونو ترمنځ روانو اختلافاتو ته په کتو ستونزمن دی چې دوی وکولای شي تورې او سپینې رأیې سره بیلې کړي.

د نوموړي په وینا که د کمېسیونونو په کارونو کې نور ځنډ هم رامنځ ته شي دا به په ولسمشریزو ټاکنو هم خپلې اغیزې ولري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG