د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۳۰

د افغان ښځو شبکه: د ښځینه فوټبالرانو په اړه وروستي اقدامات کافي نه‌دي


ارشیف
ارشیف

د افغان ښځو شبکې یو شمېر غړې وايي، د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې په لوبغاړو د جنسي ځورونې د تورونو قضیې په تړاو وروستي اقدامات ورته کافي نه‌دي او باید دا قضیه په جدي ډول وڅېړل شي.

دغې شبکې چارواکو له مدني ټولنو سره د چهارشنبې په ورځ د یوې ګډې ناستې پر مهال وویل، که په‌دې قضیې سترګې پټې شي دا به راتلونکي کې ناوړي پایلې ولري.

دغې شبکې یوه اعلامیه هم خپره کړه چې د دغې شبکې یوې غړې نجلا راحېل د اعلامیې یوه برخه داسې ولوسته:

"زموږ غوښتنه دا ده چې د حقیقت موندنې کمېسیون ژر تر ژره په بې پرې ډول خپل تحقیقات په پوره شفافیت بشپړ کړي او د قانوني اجرأتو په اړه معلومات ورکړي، د فوټبال فدراسیون د یو شمېر چارواکو د دندې له ځنډېدو هرکلی کوو، خو هیله مند یو چې دا کار په دقت شوی وي او د دغه تحقیق په بشپړېدو حقایق روښانه شي."

خو تېره ورځ د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي په دوی د جنسي ځورونې لګېدلي تورونه بې بنسټه وبلل او په‌دې اړه يې د جدي څېړنو غوښتنه وکړه.

دا په‌داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ مدیرې خالدې پوپلزۍ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي په جنسي ځورونه تورن کړي وو.

خالده پوپلزۍ
خالده پوپلزۍ

پوپلزۍ ویلي، د افغان ښځو فوټبالرانو سره د فوټبال فدراسیون چارواکو د ناوړه چلند او جنسي ځورونې فلم او عکسونه لري چې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا سره یې هم شریک کړي دي.

نوموړي دا هم ویلي، د شفافو څېړنو په خاطر به دا اسناد د افغانستان د لويې څارنوالۍ په واک کې هم ورکړي.

د دغو ادعاوو شاوخوا يوه اوونۍ وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د رئیس، سکرتر جنرال، مرستیال، د دروازې د ساتونکو او د کمېټې او ولایتي اړیکو د مسوول دندې وځنډولې چې دغه چاره د فوټبال د فدراسیون مسوولینو غېرقانوني وبلله او لا هم خپلو دندو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د ښځو چارو فعالې ګل مکۍ سیاوش له افغان ښځينه فوټبالرانو وغوښتل، څو له حقایقو سترګې پټې نه‌کړي او د یادې قضیې جزیان په پوره جرأت سره شریک کړي، څو تورن کسان مجازات شي.

نوموړې وويل:

"زه له دغو ښځينه فوټبالرانو دا غوښتنه لرم که داسې کوم جنایت او تجاوز شوی نو باید په پوره جرأت دا خبرې بیا کړي، څو حقایق معلوم او اړوند کسان مجازات شي، دغو نجونو ته شرم نه‌دی هغوی باید د نورو داسې پېښو مخه ونیسي او حقایق ووايي، تر کله به ښځې د شرم او کلتوري مسایلو له وجې زیان ویني او خپل غږ به نشي اچتوالی."

دوی همدارنګه له اړوندو ارګانونو غواړي چې د قضیې عاملین مجازات کړي.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي
د لويې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

د افغانستان د لويې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ډاډ ورکوي چې ياده قضیه د ګمارل شوي پلاوي له خوا په شفاف او بې پرې ډول څېړل کېږي او په‌دې اړه به ډېر ژر وروستي معلومات له خلکو سره شریک شي.

بل‌خوا د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا هم ویلي چې د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې د جنسي ځورونې په اړه پلټنې او څېړنې کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG