د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

د فوټبال پر ښځینه لوبغاړو د جنسي ناوړه کړنو د تور په اړه پلټنې چېرته ورسېدې؟


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، حقیقت موندونکي پلاوي ته سپارښتنه شوې چې د فوټبال د فدراسیون د جنسي ناوړه کړنو د تورونو په اړه، ژر تر ژره ارزونې وکړي.

د افغانستان د لوېې څارنوالۍ او کورنیو چارو د وزارت د حقیقت موندنې پلاوي، د افغانستان د فوټبال د فدراسیون له ښځینه لوبغاړو سره، د یاد فدراسیون د مشرانو د جنسي ځورونو په اړه خپلې ارزونې پیل کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پلاوي ته سپارښتنه شوې چې په‌دې اړه خپلې هر اړخېزې ارزونې ډېر ژر بشپړې کړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"پر دغې موضوع په جدي توګه ارزونې پیل شوي او کله چې پای ته ورسېدې، کره معلومات او نتایج به یې له خلکو سره شریک شي. د حقیقت موندنې پلاوي ته سپارښتنه شوې چې ډېر ژر دغه موضوع په هر اړخېزه توګه وڅېړي.​"

​د افغانستان ولسمشر د روانې اوونۍ په پیل کې لویې څارنوالۍ ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې د فوټبال له ښځینه لوبغاړو سره، د جنسي ځورونې پېښه وڅېړي.

لوېې څارنوالۍ پرته له ځنډه په دې تړاو یو پلاوی وګماره.

د افغانستان د فوټبال له ښځینه لوبغاړو سره د جنسي ځورونې تور په‌داسې حال کې بحثونه راوپارول چې په‌دې وروستیو کې ګارډین ورځپاڼې راپور خپور کړ چې د دغه ټیم ځینو پخوانیو لوبغاړو ورته ویلي چې د فوټبال د فدراسیون رئیس او ځینو غړیو، د فوټبال ښځینه لوبغاړې جنسي ځورولي دي.

د افغانستان د فوټبال د ښځینه ډلې پخوانې مدیرې خالدې پوپل، د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د پېښې په اړه فلمونه او عکسونه لري.

د دې په خبره کوم فلمونه او عکسونه چې ورسره دي، پخوا تر دې یې د فوټبال له نړیوال فدراسیون فیفا سره شریک کړي دي.

فیفا هم ویلي چې د لوبغاړو ځورول د زغملو نه‌دي او دوی به هم دغه تورونه وڅېړي.

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د خپرونو رئيس شفیع شاداب د یکشنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په خبرو کې دغه تورونه رد کړل.

د افغانستان د ښځینه فوتبال د ټیم کپتانې نیلاب محمدي هم د سې شنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په خبرو کې د خالدې پوپل تورونه بې بنسټه بللي دي.

د دې په خبره د فوټبال فدراسیون ورته اوس هم د امن ځای دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغه موضوع جدي نیولې او تېره ورځ یې په ولسمشرۍ ماڼې کې په مراسمو کې وویل، که دغه تورونه ثابت شي، عاملین به یې سخته قانوني جزا وویني.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني ویلي:

"د افغان پر ناموس تېری هېڅ افغان ته د منلو نه‌دی، یوه افغانه کورنۍ باید ډاډمنه اوسي چې که اولاد یې سپورټ، ښوونځی، فاکولتې او یا هرې ادارې ته ورځي، یابد خوندي وي. د افغان مېرمني عزت د افغانستان د ټولو خلکو عزت دی."

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مسوولین په داسې حال کې چې دغه تورونه ردوي، د لوېې څارنوالۍ له‌خوا د موضوع په اړه د ارزونو هرکلی کوي.

د دغه فدراسیون د خپرونو مسوول شفیع شاداب د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"لوېې څارنوالۍ له کومې ورځې راهیسې چې ارزونې اعلان شوي په سبا يې خپلې ارزونې پیل کړي. پلاوی څو ورځې مخکې هم فدراسیون ته راغلی و او نن هم کار کوي. د ښځو له کمېټې او فدراسیون سره یې د ارزونو کارونه روان دي."

ښاغلی شاداب وايي، فدراسیون د بررسۍ لپاره د حقیقت موندنې له پلاوي سره همکاري کوي او تمه ده چې ګمارل شوی پلاوی ټول تورونه په هر اړخېزه توګه بررسي کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG